ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې خبرې دې بين الافغاني شي او د پاکستان لاسوهنه دې په کې نه وي”

23 Oct 2016 - 19:12
23 Oct 2016 - 19:12

کابل(پژواک، ٢ لړ م ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو وايي چې دغه خبرې بايد بين الافغاني شي او پاکستان دې په کې لاسوهنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرو له بريا وروسته، داسې راپورونه هم خپاره شول چې د وسله والو مخالفينو ډلې هم په قطر کې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې کړې او يو پلاوى يې پاکستان ته  هم تللى دى.

طالبانو له افغان چارواکو سره د خپلو خبرو راپورونه رد کړل، خو دا يې منلې چې يوه پلاوي يې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه هغه هېواد ته سفر کړى دى.

د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صديقي وويل: ((اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي تګ، د افغانانو په خير نه دى، که طالبان او حکومت سوله غواړي، نو بايد د اسلامي حزب په څېر د بين الافغاني سولې زمينه برابره کړي.))

د هغه په باور، د سولې خبرو غږ يو ځل بيا ځکه د پاکستان له لوري پورته شوى چې طالبان د هېواد په ځينو سيمو کې له ماتې سره مخامخ دي او نور د جګړې توان نه لري.

د پاکستان يوه لوړپوړي مقام ويلي چې د دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرو، د افغان دولت نورو وسله والو مخالفينو ته هم د سولې لېوالتيا وربښلې ده.

د صديقي په خبره، د حکومت د سولې خبرو دوازه هر وخت د افغان دولت د ټولو وسله والو مخالفينو لپاره پرانيستې ده، خو بايد طالبانو ته فرصت ورنه کړل شي چې خپل ځان تمويل او تجهيز کړي.

د جرګې بل غړي نادر بلوچ پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه وويل چې پاکستان غواړي د سولې خبرو تر نوم لاندې، د دولت وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هېواد د امنيتي ځواکونو د عملياتو مخنيوى وکړي.

د جرګې بل غړي نثار حارث هم د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې له خبرو ملاتړ وکړ او وويل چې د سولې خبرې بايد د اسلامي حزب سره د خبرو په څېر بين الافغاني وي.

نوموړي همدارنګه وويل: ((حکومت پخوا هوډ کړى و چې له پاکستان سره خبرې نه کوي، خو ټاکل شوې چې د پاکستان يو پوځي پلاوى کابل ته راشي، مشرانو جرګه دې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پلاوي د راتګ مخنيوى وکړي، ځکه چې پاکستان هېڅکله هم د افغانستان په اړه رښتينى نه دى.))

هغه له افغان چارواکو وغوښتل چې ځير اوسي، ځکه چې پاکستان غواړي د بېلابېلو چلونو له لارې خپلې موخې ته ورسېږي.

د مشرانو جرګې لومړى مرستيال فرهاد سخي چې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، وويل: ((موږ هم له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې  له هرې ښکېلې ډلې سره د سولې د خبرو ملاتړ کوو، د سولې دروازه پرانېستې، پخير دې راشي، څو ټول د سولې په فضا کې ژوند وکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version