غزني (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي د درېيمې ورځې لپاره هم د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وروسته له هغه ټول ښوونځي وتړل شول چې د خلکو په وينا، پوليسو دوه زده کوونکي پر ډزو ووژل.
د يادې ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې د نوم له اخيستو پرته د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تيرې پنجشنبې په ورځ په بازار کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه.
هغه وايي چې تر نښتې وروسته امنيتي سرتېرو تلاشي پيل کړه.
ده وويل: ((د تلاشۍ په وخت کې طالبانو د محمود غزنوي لېسې د نهم ټولګي يو شاګرد فدا محمد نيولی او له ځان سره یې وړى دى.))
سرچينه وايي چې سبا ته يې خلکو بيا په جلګې سيمه کې د فدا محمد جسد پيدا کړى دى.
دغه راز هغه وايي: ((يو بل شاګرد چې کله یې پوليس ليدلي، کور ته يې منډه کړې او پوليسو پرې ډزې کړې او هغه يې د کور په دروازه کې وژلى دى.))
ده وويل چې يادو زده کوونکو د وژنې په غبرګون کې د قره باغ ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
سرچينې زياته کړه، خلکو ګواښ کړى چې تر هغه به دغه ښوونځي تړلي وي څو د يادو وژل شوو کسانو برخليک په ډاګه نه شي.
خو د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي انعام الله پژواک ته وويل چې د طالبانو په هڅونو خلکو د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
هغه وايي: ((طالبانو خلکو ته وويل چې د پوليسو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د مکتبونو دروازې وتړي.))
خو د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد بيا پژواک ته وويل چې په قره باغ ولسوالۍ کې ټول نه، بلکې شپږ ښوونځي تړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن