ايبک (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): له بلخ ولايت څخه د را الوتي سخت باد له امله په سمنګان کې هم ټولې چارې په ټپه درېدلې او برېښنا هم پرې شوې ده، خو د زيانونو په اړه يې تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه توپان نن شاوخوا لس بجې له بلخ ولايته پيل شو او په څه کم يوه بجه د بلخ ګاونډ سمنګان ولايت ته رسېدلى دى.
دا مهال (له غرمې وروسته يوه نيمه بجه) هم هلته زورور توپان دوام لري او له امله يې په څو مترۍ کې خلک يو بل نه شي ليدلى. توبان دومره سخت دى چې د ډېرو هټيو د مخې څپرۍ يې ړنګې کړې دي.
د سمنګان د ترافيکو مدير سمونوال عبدالعزيز پنجشېري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په لس دقيقې کم يوه بجه د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کې توپان پيل شو.
هغه وايي چې د دغه زورور توپان له امله د ترافيک بهير په ټپه درېدلى او د کابل– بلخ پر لويه لاره هم موټر تګ راتګ نه شي کولاى؛ ځکه چې د سختو دوړو له امله لار نه ليدل کېږي.
ده وويل چې د توپان له امله د اوښتې زيان راپور يې تر دې دمه نه دى ترلاسه کړى.
د بلخ د مرکز مزارشريف اوسېدونکى او د دغه ولايت د ښوونکو د روزنې مرکز استاد محمدعظيم کريمي پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس بجې د مزار ښار په لوېديځ کې سخت توپان پيل او وروسته د مزار ښار ته ورسېد.
هغه وايي چې دغه توپان دومره سخت و چې خلکو ان په يو مترۍ کې هم يو بل نه شو ليدلاى او تګ راتګ يې هم نه شو کولاى.
دى وايي چې له دې امله هلته هم د ترافيکو بهير په ټپه درېدلى و، خو زياتوي چې اوس (له غرمې وروسته يوه نيمه بجه) د توپان شدت کم شوى او خلک کولاى شي تګ راتګ وکړي.
دى وايي چې تر اوسه چا د دغه توپان له امله د اوښتي زيان په اړه ده ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن