ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تالقانو کې ښځينه مارکېټ جوړشوى

10 Nov 2016 - 12:31
10 Nov 2016 - 12:31

تالقان(پژواک،٢٠لړم٩٥):د تخار په مرکز تالقانو کې يو ښځينه مارکېټ جوړشوى چې ټولې هټيوالې او پېرېدونکي يې ښځې دي.

دغه مارکېټ ګڼ شمېر دوکانونه لري، خو تر اوسه شپږ ښځو په کې دوکانونه جوړ کړي دي.

د دغو هټيوالو ښځو هڅونکې مادرجان روستايي د لړم په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې ګڼ شمېر ښځې په دې مارکېټ کې هټۍ جوړې کړي.

روستايي لومړنۍ ښځه ده چې په دې  مارکېټ کې يې دوکان جوړ کړی او نورې مېرمنې يې هڅولي چې د هټيو جوړولو ته مخه کړي.

نوموړې وايي: ((ښځې هم دوکان داري کولى شي، لومړی ما ځان ته دوکان جوړ کړ او نورې مېرمنې مې هم وهڅولې، اوس مو شمېر شپږو ته رسېدلی، خو زه هيله منده يم چې نورې ښځې هم دلته دوکانونه جوړ کړي، ترڅو ښځې په ډاډه زړه سودا وکړي.))

هغې وويل چې په دغو دوکانونو کې د ښځو د اړتيا وړ څيزونه پيدا کيږي او پېرېدونکي يې هم ټولې ښځې دي.

په دې مارکېټ کې يوې پېرېدونکې ښځې زرمينې پژواک ته وويل: (( زه چې کله دې مارکېټ ته راغلم او ومې ليدل چې ټولې دوکاندارانې يې ښځې دي نو ډيره خوشحاله شوم او ومې ويل چې ښځې هم دوکانداري کولى شي.))

زرمينه وايي چې د افغانستان په څېر سنتي ټولنو کې ښځې نه شي کولى له نارينه دوکاندارنو څخه په ډاډه زړه توکي واخلي.

دې وويل: (( که په ټول هېواد کې دغه شان مارکېټونه جوړ شي، نو ښځې به وکولى شي د نارينه وو ترڅنګ له خپلو کورنيو سره د اقتصادي ستونزو په حل کې هم پوره مرسته وکړي.))

په همدې مهال بيا د تخار د ښځو چارو رييسې رزم ارا حواش پژواک ته وويل چې ددې مارکېټ له جوړېدو ډيره خوښه ده او زياتوي چې دغه ډول کړنۍ د ښځو اقتصادي برخې ته هم پوره وده ورکوي.

حواش وايي چې دوی به د تخار د سيمه ييزې ادارې او د ښځو د دفاع ټولنو په مرسته هڅه وکړي چې په دغه مارکېټ کې ډېرو ښځو ته د کار ډاډمنه زمينه برابره کړي.

نوموړې وايي: ((دا د ښځو د سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی، تر اوسه موږ داسې سوداګرې نه درلودې چې په مارکېټ کې دوکانونه ولري، دا د ښځو لپاره لويه لاسته راوړنه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version