کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي د درېيم کال لپاره ټاکنې ترسره شوې چې د دغه پلاوو له ٩٩ غړو څخه ١٣ تنه يې ښځې دي.
په افغانستان کې د ولايتي شورا ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځاى ترسره شوې. د دې کړکېچنو ټاکنو پايلې نږدې اووه مياشتې وروسته د لړم په درېيمه اعلان شوې.
د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هره ولايتي شورا مکلفه ده چې د خپلو کارونو د مخې ته وړلو لپاره د کار په پيل کې او بيا هر کال د خپلمنځي ټاکنو په ترڅ کې خپل اداري پلاوى (رييس، مرستيال او منشي) وټاکي.
پژواک خبري اژانس ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، نن (د لړم ٢٥مه) د ٣٣ ولايتونو د ولايتي شوراګانو د مديره پلاوي ټاکنې ترسره شوې او يواځې د اروزګان په اړه معلومات به وروسته په ليکه شي.
په لاندې کرښو کې د الفبا په ترتيب د هر ولايت د ولايتي شورا مشر، مرستيال او منشي په ګوته شوى دى:
بادغيس:
د بادغيس د نهه کسيزې ولايتي شورا د اداري پلاوي په نننيو ټاکنو کې مولوي عبدالباسط د دې شورا مشر، فريد اخي زى مرستيال وټاکل شول او مونسه قادري د دې شورا منشي شوه.
باميان:
د باميانو د ولايتي شورا په ټاکنو کې مولوي يوسف مظهري د رييس، محمد امير محمودي د مرستيال او عبدالاحمد بېنوا د منشي په توګه وټاکل شول.
بدخشان:
د دغه ولايت د ولايتي شورا په ټاکنو کې عبدالله ناجي د رييس، ضياءالحق واثق د دوهم ځل لپاره د مرستيال او احمد جاوېد جاوېد د منشي په توګه وټاکل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن