ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: تېر کال د افغانستان د خلکو لپاره د بقا کال و

29 Nov 2016 - 14:02
29 Nov 2016 - 14:02

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): ولسمشر چې بلخ ولايت ته تللى دى، وايي چې تېر کال د افغانستان د خلکو لپاره د بقا کال و او وسله والو مخالفينو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم ونه شو کولاى چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اقینې د اوسپنې پټلۍ له پرانيستلو وروسته د بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د بلخ له سرپرست والي عطامحمد نور او يو شمېر نورو مشرانو سره وليدل.

نور د دغه ولایت د عمومي وضعیت په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او ويې ویل چې د سیمه ‌ییزو مسوولانو د هڅو او کوښښونو په پایله کې دغه ولایت له نسبي امنیت څخه برخمن دی او وسله وال مخالفين په بلخ کې د نظم او امنیت پر وړاندې په خنډ اچولو نه دي بریالي شوي.

هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه پر دې بریالي شوي دي چې د وسله والو مخالفينو د ډېرو ناوړو پلانونو مخه ونیسي.

د نور له خبرو وروسته ولسمشر له یو شمېر ښځینه فعالانو سره هم وکتل چې په بېلابېلو برخو کې یې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

غني وويل: ((زما له نظره ښځه دویم شخصیت نه دی، افغانې ښځې باید پوه شي چې دوی لومړی درجه شخصیتونه دي.))

هغه زیاته کړه، ښځې په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا ستونزې باید طبقه بندي شي او د حل لارې چارې دې ورته ولټول شي.

غني وویل چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت زنداني ښځو ته ځانګړی تحفیف په پام کې نیول شوی دی او همدارنګه ښځو ته د کارموندنې پروګرام هم شته چې په عملي کېدو سره به یې ښځو ته مناسب کاري فرصتونه رامنځته شي.

دغه راز په دې غونډه کې د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد وويل چې اړوند ارګانونه دې د کود برق فابریکې او روضیې شریفې د ګنبدې بیارغاونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا نورو غړو هم خبرې وکړې او د آموسیند په غاړو کې د استحکاماتو او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي په اړه یې مشخص وړاندیزونه وکړل.

غني وویل، د روضیې شریفې د چت د بیارغاونې لګښت ورکول شوی دی، اوس د دې اړتیا ده چې کمېټه جوړه شي او د دغه لګښت له څرنګوالي څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د کود برق پر ستونزو به د اقتصاد په عالي شورا کې بحث وشي او د امو سیند د استحکاماتو په اړه یو تخنیکي پلاوی ګومارل کېږي چې وضعیت و ارزوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version