ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښاروالۍ ١٧ ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي وسوځول

6 Dec 2016 - 13:25
6 Dec 2016 - 13:25

جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ۹۵): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي چې له ښاره راټول کړي ۱۷ ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته مشروبات او خوراکي توکي يې وسوځول، خو ددې ولايت ځينې ښاريان دا کارونه نمايشي ګني .

د معلوماتو له مخې، دغه توکي د هغه ګډ کمېسيون له لوري راټول شوي چې په کې د ښاروالۍ سربېره د څارنوالۍ، امنيه قوماندانۍ او عامې روغتيا استازي موجود دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين عمرخېل وايي، درې موټره چې د شاوخوا ۱۷ ټنه وزن په اندازه تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او مشروبات په کې ځای پرځای شوي و، د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه فارم هډې کې يې له منځه يوړل.

هغه پژواک ته وويل چې ياد ټول تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او مشروبات د جلال اباد ښاروالۍ د مارکېټونو او تنظيم مديريت د هرې ورځې پلټنو په پايله کې د ښار له اړونده ناحيو څخه  ترلاسه شوي وو.

د ښاروالۍ مرستيال زياته کړه:(( زموږ د مارکيټونو د تنظيم مديريت هره ورځ دا ډول کمپاينونه ترسره کوي او تر هغه به دوام ولري تر څو چې په بشپړ  ډول نظم نه وي رامنځته شوى.))

دغه راز د ننګرهار استيناف څارنوالۍ استازي هم  ژمنه وکړه چې دوی به له ياد کمېسيون سره همکار وي او دغه کمپاين ته به دوام ورکوي.

د جلال اباد ښاريان بيا که څه هم د دغې چارې ستاينه کوي؛ خو غوښتنه لري چې د تاريخ تېرو او بې کيفيته خوراکي توکو او مشروباتو مخه دې په بندري ساحو کې ونيول شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي احمد جمال په دې اړه پژواک ته وويل: ((نمايشي کارونه دي، بس چې اوزګار شي نو دوکانونو ته ورشي او يو څو شيان ترې راټول کړي، په کار دا ده چې د راوړلو مخه يې ونيسي.))

تر دې وړاندې هم د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ورته اقدامات تر سره شوي؛ خو لا هم د جلال اباد ښار ګڼې هټۍ له بې کيفيته او تاريخ تېرو خوراکي توکو څخه ډکې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version