ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“روسيه بايد ثابته کړي چې له طالبانو سره يې اړيکه نه ده نيولې”

6 Dec 2016 - 16:11
6 Dec 2016 - 16:11

کابل(پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د مشرانو جرګې رييس وايي،په کابل کې د روسيې سفير ويلي چې هېواد يې څو کاله وړاندې د يوه روسي پيلوټ د خوشې کولو په موخه له وسله والو طالبانو سره اړيکه نيولې وه او له دې پرته له هغوى سره هېڅ اړيکه نه لري.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پويتن ځانګړي استازي ضمير کابلوف تېره مياشت د انټر فاکس خبري اژانس ته ويلي وو چې روسيې د اسلامي دولت يا داعش په نوم  ډلې سره د ((ګډ دښمن)) په توګه په افغانستان کې له طالبانو سره اړيکې نيولې دي.

خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل:((تېره ورځ د روسيې سفير د مشرانو جرګې ته راغلى و او ويې ويل چې هغه هېڅکله هم نه دي ويلي چې روسيې له داعش سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره اړيکې نيولې دي.))

 هغه زياته کړه چې د روسيې سفير وويل:((يواځې يو ځل هغه هم څو کاله وړاندې روسيې د يوه روسي پيلوټ د خوشې کولو لپاره له طالبانو سره اړيکه نيولې وه او د افغانستان د پخواني ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا يې خبر کړى و.))

د نوموړي په خبره، د روسيې سفير پرون د مشرانو جرګې غړو ته ويلي چې د شنبې په ورځ ددغه جرګې د نړيوالو او دفاعي چارو ګډ کميسيون ناستې ته په دې اړه وضاحت ورکوي.

مسلميار زياته کړه چې روسيه بايد ثابته کړي چې له طالبانو سره يې اړيکه نه ده نيولې.

خو د جرګې غړي جمعه الدين ګيانوال وويل چې روسيې حتى په ځينو ولايتونو کې وسله والو طالبانو ته پوځي توکي ورکړي دي.

د جرګې بل غړي نظر محمد فقيري هم وويل:(( روسيې د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.))

هغه وويل چې په روسيه بايد باور ونه شي، ځکه چې دغه هېواد غواړي افغانان تېر باسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version