کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د کابل ښار ګل سرخ څلورلارې د فرش پلورونکو پر هټيو اور لګېدنې مرګ ژوبله نه ده رامنځته کړې خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
په قيصار مارکېټ کې د فرش پلورنځي خاوند حاجي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا اورلګېدنه نن له غرمې وروست، شاوخوا يوه بجه د کابل ښار پوليسو څلورمې حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوه.
نوموړي د اورلګېدنې لامل په ګوته نه کړ او ويې ويل چې په جومات کې يې د ماسپښين لمونځ ادا کاوه خبر شو چې هټۍ يې اور کې سوځي.
د فرشونو پلورلو يادې مغازې خاوند زياته کړه چې دوکان که شته ټول فرشونه چې شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ ارزښت يې درلود په اور کې لولپه شوي دي.
خو يو شمېر عيني شاهدانو پژواک ته وويل چې له شته امکاناتو نه په استفادې سره د اطفايې موټرو له رارسېدو وړاندې وتوانېدل چې د اورلګېدنې مخه ډپ کړي.
هغوی له دې امله چې د اطفايې پرسونل په بېړه د پېښې ځاى ته ور ورسېدل، خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: "که د اور په وژنه کې ناغېړي شوې واى، اور به د فرش پلورونکو لسګونه کانټينرونه سوځولي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن