هرات (پژواک، ٤ مرغومی ٩٥): هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې يو ايرانی وګړى يې د انسان تښتونکو له بنده ازاد کړى او د ايران کونسلګرۍ ته يې سپارلى دى.
په هرات کې سيمه ييز چارواکي وايي چې ياد ايرانی وګړی درې ورځې وړاندې د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې تښتول شوى و او نن د امنيتي ځواکونو له لوري په هرات کې د تښتوونکو له بنده را خوشی شو.
د هرات والي محمداصف رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د ايران وګړى جواد محمد چې د ټيلر موټر چلوونکى دى، د تېرې اونۍ چهارشنبې ورځ تښتول شوى و.
نوموړي وويل، جوادمحمد هغه مهال چې د کوهسان ولسوالۍ له اسلام کلا هرات ښار ته پر لاره و، چې د اسلام کلا اړوند د قدوس اباد ښارګوټي په سيمه کې د څلورو ناپېژاندو وسله والو له لوري چې پوځي جامې يې پر تن وې، تښتول شوى و.
د هرات والي زياته کړه چې ياد ايرانى وګړى د کهسان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ او قدوس اباد ښارګوټي مخورو په همکارۍ د انسان تښتوونکو له بنده راخلاص شو.
هغه څرګنده کړه چې د دغه ايراني وګړي د تښتونې په تړاو د عجب ګل په مشرۍ د قدوس اباد ښارګوټي پنځه اوسېدونکي نيول شوي او د څېړنو لپاره د هرات ملي امنيت رياست ته سپارل شوي دي.
ياد ايرانى وګړى نن په هرات کې د ايران کونسلګرۍ ته وسپارل شو.
په ورته وخت کې په هرات کې د ايران سرکونسل محمود رشيد افخمي له افغان امنيتي ځواکونو مننه وکړه او ويې ويل چې تېر کال هغوى د زيات شمېر ايراني وګړو د اختطاف شاهدان وو؛ خو سږ کال دا پېښې کمې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د هرات والي د ايراني موټر چلوونکو د تګ راتګ په لارو کې امنيتي تدابير زيات کړي دي.
همدا راز د هرات والي د پولیسو په تېرو پنځو مياشتو لاسته راوړنو په اړه وويل چې په ياده موده کې پوليسو څه باندې لس کسان د انسان تښتوونکو له بنده ژغورلي دي.
د نوموړي معلوماتو له مخې، د پوليسو لاسته راوړنو له ډلې ډاياګ پروګرام ته د ١٣٠ ميله ډول ډول وسلو سپارل، د سولې له بهير سره د ٢١ طالبانو يو ځاى کېدل، تروريستي ډلو کې د لاس لرلو په تور د شپږو کسانو نيول، کرخ، ګذره، شينډنډ او کوهسان ولسواليو کې د ١٧ طالبانو نيول شامل دي.
همداراز هغه زياته کړه چې له ١٧٠٠کيلوګرامه نشه يي توکو سره د ١٢کسانو نيول، د پوليسو عملياتو په ترڅ کې د ٢٧ ميله سپکو او درنو وسلو ترلاسه کول، د نشه يي توکو ٤٥ پرچون پلورونکو نيول، د الکولي مشروباتو توليد او پلور په تړاو د ٩ کسانو نيول، د ناقانونه وسلو لرلو په تور د ٢٠ کسانو نيول، د وسله والو غلاوو په تور د ٧٠ کسانو نيول او د وژنو په تور د پنځو کسانو نيول هم د هرات پوليسو لاسته راوړنې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن