سرپل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ په (انروک) کلي کې د يوې کورنۍ درې غړي، د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د سرپل ولايت وياند ذبيح الله اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې يوه مېرمن، خاوند او د هغوى زوى شامل دي.
هغه زياته کړه چې ياد درې کسان تېره شپه په خپل کور کې وژل شوي دي.
هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل چې د وژل شوو کورنۍ د يادې مېرمنې د ترور زوى پر دې وژنه تورن کړل دى.
اماني زياته کړه چې تورن کس تښتېدلى، خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن