ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاجکستان پوله ساتو دوه افغانان وژلي

27 Dec 2016 - 12:23
27 Dec 2016 - 12:23

تالقان (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د تاجکستان سرحدي پوليسو دوه افغانان پر ډزو وژلي دي.

د تخار د امنيې قوماندانې وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د تاجکستان سرحدي پوليسو د درقد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي پر ډزو وژلي دي.

هغه وايي: ((دغه دوه کسان د امو له سينده تېر شوي وو او تاجکستان خاورې ته داخل شوي وو چې د هغوى پوليسو پرې ډزې کړې او دواړه وژل شوي دي.))

اسير وايي چې وژل شوي یاد کسان درقد ولسوالۍ د نورخېلو او بصيرخېلو سيمو اوسېدونکي دي.

د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د څه لپاره د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو خو تاجکستاني پوليسو يې نن مړي کورنيو ته وسپارل.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي لايق پژواک ته وويل چې دغه دوه کسان يو يې روزالدين او بل يې احمد جان نومېدل.

ده وويل چې دغو کسانو تاجکستان ته نشه يي توکي قاچاق کول نو ځکه د تاجکستان سرحدي پوليسو پرې ډزې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې د قاچاق کوونکو شمېر لس تنه و او دوى هم د تاجکستان پر پوليسو ډزې کړې دي.

د هغه په وينا چې د دغو کسانو په ډزو کې هم د تاجکستاني پوليسو يو سرتېرى وژل شوى دى.

د تاجکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغانستان له تاجکستان سره په شمال کې ګډه پوله لري چې د امو سيند يې تر منځ سرحد جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version