لښکرګاه (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو يوه ښځينه پوليسه وژلې ده.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګولى خان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قوماندانۍ د نشه يي توکو د مبارزې مديريت د "بله نسته" په نوم يوه ښځينه پوليسه له خپل خاوند سره يوځاى څلور ورځې وړاندې له لښکرګاه څخه ناوې ولسوالۍ ته د خپل خسر کور ته تللې وه.
ده زياته کړه، کله چې طالبان پرې خبر شوي، نو هغه يې د ناوې په "ژړ صاحب" سيمه کې وژلې او خاوند يې تراوسه پورې نادرکه دى.
ناوه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.
د هغه په وينا، د نوموړې مړى نن له غرمې وروسته درې بجې لښکرګاه ته راوړل شوى دى.
د لښکرګاه د بست دولتي روغتون مسوولين وايي، د يادې پوليسې جسد دوى ته ور وړل شوى، خو له ټپونو يې ښکاري چې څو ورځې مخکې وژل شوې ده.
دا په تېرو کابو څلور کلونو څلورمه پوليسه ده چې وژل کېږي؛ تردې وړاندې په لښکرګاه کې درې پوليسې وژل شوې وې.
په هلمند کې ټولې ٣٤ ښځينه پوليسې کار کوي.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن