ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پچيراګام د اوپراسيون امر د وسله والو له بند راخوشی شو

7 Jan 2017 - 15:30
7 Jan 2017 - 15:30

جلال اباد- ترينکوټ (پژواک، ۱۸ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د پچيراګام ولسوالۍ د اوپراسيون امر چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو تښتولی و، راخوشی شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۸مه پژواک ته وويل چې د پچيراګام ولسوالۍ اتم سرحدي کنډک د اوپراسيون امر جګړن قاسم خان چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی و، د ملي امنيت رياست ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو له منګلو ازاد کړی شو.

دی وايي چې جګړن قاسم خان شاوخوا اتلس ورځې وړاندې له جلال اباد ښار څخه پچيراګام ته د دندې پر لور په يو سراچه ډوله موټر کې روان و چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري خوږياڼو ولسوالۍ ته وتښتول شو او تېره ورځ د وسله والو مخالفينو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د جګړن قاسم خان تره اميرشاه ملي امنيت رياست څخه مننه وکړه چې د ده د وراره په ازادولو کې يې هڅې وکړې او په پايله کې يې د وسله والو له بنده راخوشی کړ.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يو تن د وسله والو مخالفينو له بنده خوشی او دوه وسله وال ووژل شول.

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د دې ولسوالۍ فتح اباد په سيمه کې تېره ورځ پولیس پر ګزمه بوخت وو چې د وسله والو مخالفينو له لوري پرې بريد ترسره شو چې د پوليسو په ځوابي بريد کې دوه تنه وسله مخالفين ووژل شول او پوليسو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

عطاءالله خوږياڼي زياته کړه چې دغه راز په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې وسله والو مخالفيو غوښتل چې د عبدالله په نوم يو کس له کوره وتښتوي چې د پوليسو له خوا وژغورل شو او مخالفين له سيمې وتښتطدل.

د يادو ټولو پېښو په تړاو د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې تېره شپه  د عملياتو پر مهال د يو  قوماندان په ګډون نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د اول کنډک قوماندان لومړی څارن زين الله پژواک ته وويل چې دا نښته د ترينکوت د شاه منصور په سيمه کې هغه مهال شوې وه چې وسله والو پر پوستې بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version