ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په شينډنډ کې د افغان ټليکام دوو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

10 Jan 2017 - 11:32
10 Jan 2017 - 11:32

هرات ښار(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): وسله والو طالبانو د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته نږدې د افغان ټيليکام مخابراتى شرکت پر کارکوونکو بريد کړى.

د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي، نن (د مرغومي په ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون غرمه د افغان ټيليکام پر دوو کارکوونکو د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې وسله وال بريد شوى.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې يو کس وژل شوى او بل  ټپي شوى دى.

 په ورته وخت کې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقادر وويل چې د افغان ټيليکام شرکت يو شمېر کارکوونکي د شينډنډ ولسوالۍ په سل مترۍ کې د انتنونو په لګولو بوخت وو چې طالبانو په نښه کړل.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې د شرکت يو کارکوونکى ووژل شو او يو بل ټپي شو.

په هرات ولايت کې د افغان ټليکام شرکت يوه چارواکي عبدالسلام، پژواک ته وويل چې تېره ورځ د طالبانو د بريد له امله د دوى کار کوونکى وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version