ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د واورې له امله ۵ تنه مړي شوي او ځينې لارې بندې دي

26 Jan 2017 - 16:47
26 Jan 2017 - 16:47

اسعد اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې د نورستان ولايت په وايګل ولسوالۍ کې د واورو له امله ۵  تنه مړه شوي او د دې ولايت لويې لارې هم د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير اسـعدالله نورستاني د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې واوره شوې ، چې له امله يې يو شمېر لويې لارې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ ولايت چپې درې ته تللې لاره هم د واورو له امله تړل شوې ده .

د نورستاني په وينا، په دې ولايت کې ١،٣ سانتي متره واوره ورېدلې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي او د توکو بيې لوړې شوې دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس له مرکزي دولت څخه غوښــتنه وکړه چې نورستان ولايت ته د واورو پاکولو وسايل ورکړي ترڅو لويې لارې په ژمي کې خلاصې او له واورو پاکې وساتل شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم بيا وايي چې د زياتې واورې له امله د لارو د بندېدو ترڅنګ خلکو ته ځاني او مالي زيانونه  هم اوښتى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د وانت وايګل په ولسوالۍ کې د زياتې واورې له امله د يوه کور چت پرېوتى چې له امله يې درې تنه مړه شوي او په وانت سيمه کې يو موټر له سړکه اوښتى چې په دې پېښه کې هم دوه تنه مړه شوي دي.

د نورستان والي زياتوي، د ولايت په مرکز او ولسواليو کې ډېره واوره ورېدلې چې له امله يې د مرکز پارون لويه لار  تر سټاف سيمې پورې بنده شوې او هلته برفکوچونه هم راغلي دي.

د هغه په وينا، په ولايت کې دومره وسايل نشته چې لويې لارې پاکې کړي ، يواځې يو سکواټر لري چې هغه هم خراب دى او ترميم يې دلته نه کېږي.

حافظ عبدالقيوم وويل چې تېر کال د جاپان لخوا د فوايد عامې وزارت سره د وسايطو مرسته شوې وه، خو هغوى نورستان ولايت ته هېڅ نه دي ورکړي.

نوموړي په مرکزي ادارې او مرستندويه ادارو هم غږ وکړ چې د نورستان ولايت له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version