ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې موټر چلوونکي له غير قانوني پيسو اخيستلو شکايت کوي

16 Feb 2017 - 13:04
16 Feb 2017 - 13:04

 

 ميمنه(پژواک، ٢٨سلواغه ٩٥): په فارياب ولايت کې يو شمېر موټر چلوونکي د غير مسوولو قوماندانانو له لوري د پاټکونو د جوړېدو او غير قانوني پيسو له اخيستلو شکايت لري او ګواښ کوي که چېرته يې دولت ستونزه حل نه کړي، د خپلې کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره به هېواد پرېږدي.

د پښتونکوټ، بلچراغ، ګرزيوان او کوهستان ولسواليو ياد شوي موټر چلوونکي چې د فارياب مرکز ميمنه ښار کې کار کوي، په يوه اعتراضيه خوځښت کې د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو.

 موټر چلوونکي وايي چې له ميمنې ښار نه تر ګرزيوان ولسوالۍ پورې په ٩ ځايونو کې دولت ته منسوب وسله وال پاټکونه لري  چې له هر فلانکوچ موټر نه له ٢٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ اخلي او يوه کاغذي پارچه ورکوي، که چېرته جنجال وکړي نو د پيسو پارچه دوه چنده کېږي او حتى وهل ډبول هم ورسره وي.

 د فارياب ولايتي شورا او د مدني ټولنو شبکه هم تاييدوي چې نا قانونه وسله والو د مېمنې- بلچراغ او ګرزيوان لويې لارې په اوږدو کې پاټکونه جوړ کړي او له موټرو پيسې اخلي.

د فلانکوچ موټر چلوونکى باز محمد وايي چې په ١٥ ورځو کې يو ځل د موټر نوبت ورسېږي، د ميمنې-ګرزيوان پر لاره د تګ راتګ ١٠ زره کرايه اخلي، خو ٣ زره ترې وسله وال کسان اخلي، د کرايې پاتې پيسې د تېلو او ترانسپورټ لګښت نه پوره کوي.

 هغه له دولته غواړي چې د وسله والو کسانو او زور واکو مخنيوى وکړي، که نه دوى به موټر ودروي او له دې سره به تر پله لاندې روږدو شمېره زياته شي او د خلکو د مالونو او اجناسو غلاوو ته به مخه کړي.

د حفيظ الله په نامه يو موټر چلوونکى وايي چې وسله والو کسانو  پخوا ترې له ميمنې تر ګرزيوان پورې په درېيو ځايونو کې دوه سوه افغانۍ اخيستې، خو اوس په ٩ ځايونو کې د وسله والو قوماندانانو او د کليو ملکانو پاټکونه جوړ کړي او په تګ راتګ کې ترې د ټوپک په زور ٤ زره افغانۍ اخلي.

 

 

 د فارياب ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايليبک تاييدوي چې د ميمنې، بلچراغ، ګرزيوان او پښتونکوټ لارو په اوږدو کې د ولسي پاڅون ګڼ شمېر وسله وال قوماندانان له خلکو نه په نا قانوني ډول پيسې چې خلکو يې له امله ولايتي شورا ته مراجعه کړې او شکايت کوي.

ايلبيک وويل چې ددې کمېټې په اړه د ولايت په امنيتي کمېټه کې بحث شوى او ډېر ژربه هغه کسان پيدا او له قانوني چلند سره مخ شي چې په لاره کې يې پاټکونه اچولي او له موټرو پيسې اخلې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version