ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزیز او حنیف اتمر پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې وکړې

17 Feb 2017 - 22:01
17 Feb 2017 - 22:01

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۵): په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې کړې دې.

په کابل کې د سفارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړیکه کې سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د وروستیو خونړیو پيښو له امله ددغه هیواد ولس او حکومت سخت دریدلی دی.

سرتاج عزیز د وروستیو خونړیو بریدونو تر شاه د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې لاس و، چې د هغه په وینا، په افغانستان کې پټ شوي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده، چې په تیره یوه اونې کې د پاکستان په پنجاب، خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د سند ایالت د وروستي ځانمرګي برید چې پر یوه زیارت شوی و او شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، مسوولیت یې داعش ډلې اخیستی او د څو نورو بریدونو مسوولیت جماعت الاحرار اخیستی.

په خبرپاڼه کې راغلي، سرتاج عزیز حنیف اتمر سره په دې اړیکه کې ویلي، چې د یادې ډلې په اړه دوی څو ځله افغان حکومت ته شکایت کړی، خو افغان حکومت یې پر وړاندې هیڅ  اقدامات نه دي کړي.

سرتاج عزیز زیاته کړې، همدې لپاره دوی د افغانستان حکومت ته د یادې ډلې د ۷۶ کسانو نوم ورکړی، چې د هغوی پر ضد اقدامات وکړي.

هغه ویلي، چې ترهګري ګډ ګواښ دی او باید یې پر ضد په ګډه مبارزه او همکاري وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پاکستان پر وروستیو پيښو خواشیني څرګنده کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version