ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کندوز کې د اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

23 Feb 2017 - 17:13
23 Feb 2017 - 17:13

کندوز، تالقان (پژواک، ٥ کب ٩٥): د ملي اردو يوه چورلکه په کندوز کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د کب په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه، نن له غرمې وروسته په دشت ارچي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د ملي اردو يوې چورلکې په ياده سيمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده، خو دوى سيمې ته نور مرستندوی ځواکونه لېږلي دي.

حميدي وايي، دوى د چورلکې عمله له سيمې ايستلې ده، خو چورلکه لا هم هلته پاتې ده.

د ده په وينا، د ملي اردو دغه هليکوپتر دشت ارچي ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه تللې وه او غوښتل يې چې بېرته د تخار په لور لاړه شي، چې تخنيکي ستونزه ورته پيدا شوه.

خو يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه خپرېدو په شرط، پژواک ته وويل چې دغه الوتکه د وسله والو مخالفينو په ډزو غورځېدلې ده.

د هغه په وينا، کله چې الوتکه راوغورځېده، وسله والو اور ورته واچاوه.

له بلې خوا د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمد، پژواک اژانس ته وويل، کله چې امنيتي ځواکونو نن دوه بجې د طالبانو په مورچلو هوايي بريدونه کول، چې يوه چورلکه د طالبانو له خوا وويشتل شوه.

ده زياته کړه، چورلکه ډېره ټيټه وه او له لګېدو وروسته د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په لوري لاړه.

د تخار درقد او د کندوز دشت ارچي، ګاوڼدۍ ولسوالۍ دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې دوى د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه ويشتلې او بيا د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې غورځېدلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version