کندهار- جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٥): که څه هم په پاکستان کې د افغانستان سفیر ته ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې به نن په جزوي توګه پرانیستل شي، خو نن د ورځې تر پايه پورې لارې نه دي پرانيستل شوې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال نن (د کب ۷مه) خبر ورکړی و چې د افغانستان- پاکستان لارې به نن په جزوي توګه او په راتلونکو درېیو- څلورو ورځو کې په بشپړه توګه خلاصې شي.
خو دا دی ورځ اوس په خلاصېدو ده، خو لا هم د تورخم، سپین بولدک- چمن او نورې رسمي او قانوني لارې نه دي خلاصې او سلګونه افغانان چې په ويزو پاکستان ته تللي دي، بند پاتې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تورخم لاره تر اوسه بنده ده او دوى ته د خلاصېدو په اړه کوم راپور نه دى ورکړل شوى.
هغه زياته کړه چې د افغانستان حکومت د ډيپلوماتيکو لارو چارو په دې برخه کې هڅې پيل کړې دي.
په تورخم کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې پاکستان تېره شپه شاوخوا ٢٥٠ افغانان له پولې را واړول او دوى ته يې وسپارل.
د سرچينې په وينا، دغه راز نن يې يوازې دوه جنازې پرېیښې دي، خو نوره لاره د پخوا په څېر بنده ده.
بلخوا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کميسار محمد علي داوري وايي، لار لا هم د پخوا په شان تړلې ده او تر دې مهاله هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
داوري پژواک خبري اژانس ته وویل، غرمه مهال يې د پاکستان له سرحدي چارواکو سره اړیکه نیولې او هغوی ورته ویلي چې دوی ته په دې اړه هېڅ لارښوونه نه ده شوې.
ده زیاته کړه، په تېرو لسو ورځو کې یې اووه ځلې له پاکستاني سرحدي چارواکو سره د لارې د خلاصولو پر سره خبرې کړې، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
دی وايي: ((پاکستاني چارواکو هر ځل راته ویلي چې د اسلام اباد امر ته انتظار کوي.))
د ده په خبره، پاکستان لوری کله هم پر خپله ژمنه نه دي درېدلی، په همدې بنسټ نه شي ویلای چې لار به کله خلاصېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن