جلال اباد(پژواک،٨کب٩٥): د ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ۸ داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ اړوند په ډپ او مامند سيمو کې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې تيره ورځ او نن شاوخوا يولس بجې په دوو جلا هوايي بريدونو کې دغه مرګ ژوبله داعش ډلې ته اوښتې ده.
بلخوا داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شاهين ۲۵ په نوم عملیات شاوخوا ۱۴ ورځې وړاندې د ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو له لورې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن