ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان پر کونړ ١٤٥ توغندي توغولي

6 Mar 2017 - 18:00
6 Mar 2017 - 18:00

اسعداباد(پژواک،١٦کب٩٥): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې د پاکستان له لوري تېره شپه پر دې ولايت ١٤٥ توغندي توغول شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو تېره شپه د دې ولايت پر سرګاڼو او خاص کونړ ولسواليو ١٤٥ توغندي توغولي دي.

هغه وويل چې د دې توغنديو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.

همت په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: (( پاکستاني طيارو نن سهار د ډيورنډ کرښې پر سر پروازونه هم کړي خو تر اوسه نه ده معلومه چې بمبار يې هم کړى او کنه.))

د همت په وينا، افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې له خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې پاکستان په وقفه يې ډول پر کونړ، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو توغندي توغوي.

د يادونې ده چې پاکستان له تېرو دوو اونيو راهيسې له افغانستان سره ټولې لارې هم تړلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version