ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسګونو سياسي ګوندونو د فعاليت جوازونه لغوه شوي

13 Mar 2017 - 19:55
13 Mar 2017 - 19:55

کابل (پژواک،٢٣کب ٩٥): د عدليې وزارت وايي، له قومي او غير ملي جوړښت نه د مخنيوي لپاره يې د لسګونو سياسي ګوندونو فعاليت جوازونه لغوه کړي او دا مهال يواځې ٦٠ ګوندونو ته د فعاليت جواز ورکړل شوى دى.

د عدليې وزارت وياند امان رياضت، نن په خبرې ناسته کې وويل چې د افغانستان سياسي جوړښت بنسټ پر ډيموکراسۍ، سالمو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو ته لار هوارولو باندې ولاړ دى.

نوموړي زياته کړه: "زموږ غوښتنه دا ده چې ګوندونه او ټولنيز بنسټونه د قانون په رڼا کې د سالم سياسي او ټولنيزو فعاليتونو په چوکاټ کې رامنځ ته شي چې د قومي او غيرملي فعاليتونو مخنيوى وشي."

د هغه په وينا، تر اصلاحي هڅو وروسته، ٢٥٩٣ ټولنو او ٦٠ سياسي ګوندونو لپاره د فعاليت جواز ورکړل شوى دى؛ دا په داسې حال کې ده چې مخکې ١١٠ سياسي ګوندونو د فعاليت جواز درلود.

نوموړي همداراز وويل، تر اوسه په کابل کې ١٠٨٠ د معاملاتو لارښوونو دفترونو له عدليې وزارت څخه د فعاليت جواز تر لاسه کړى او د يادو بنسټونو له ثبت څخه تېر مالي کال څه باندې ١٩ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

د عدليې وزارت وياند  روان کال کې د دې وزارت فعاليتونو او لاسته راوړنو د څرګندولو تر څنګ وويل چې له پخوا راهيسې د دولتي ځمکو غصب موضوع د خلکو اساسي او ملي ستونزه ده.

هغه زياته کړه: "عدليې وزارت  په مختلفو ولايتونو کې  د څه د پاسه ١٦١٩٤ جريبه ځمکې، ٢٧١ هټيو، ٦ انګړونو، يو اپارتمان او د زياتو پيسو غصب مخه نيولې ده."

د هغه په خبره، ډىرى ځمکې په کابل، بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې غصب شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version