ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شريف کې د نوي کال په مناسبت د روضې جنډه پورته شوه

21 Mar 2017 - 12:46
21 Mar 2017 - 12:46

 مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ ۹۶): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د حضرت علي کرم الله وجهه د روضې جنډه د لسګونو زرو تنو په ګډون په ځانګړو مراسمو سره پورته شوه.

دغه جنډه د نوي ۱۳۹۶ لمريز، د وري د لومړۍ ورځې په لسو بجو او ۱۵ دقيقو د ملي سرود له غږولو او ويناوو وروسته په پوځي پرېډ سره، په داسې حال کې چې د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه.

دغه جنډه د نن په څېر د هر نوي کال په لومړۍ ورځ پورته کېږي.

په نننيو مراسمو کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د بلخ والي عطامحمد نور، د شمال زون لوړپوړ امنيتي چارواکو، په مزارشريف کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ مشر،  د خيبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جهګړا، په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د سفارتونو استازو او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو ګډون درلود.

د بلخ والي د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وينا کې د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام  او د نوي کال مبارکي، چې د ده په وينا په ټيلفون کې ورته يې د بلخيانو لپاره ويلې وه، واوروله.

 عطامحمد نور د بلخ ولايت د تېرې لس کلنې بيارغونې او حکومتدارۍ په تړاو اووږد راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې عطامحمد نور په بلخ ولايت کې شويو اقتصادي، سودګريزو، روغتيا، تعليم او تربيه، امنيت او نورو برخو ته تم شو.

د جنډې له پورته کېدو مراسمو څخ وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له حزب اسلامي سره د افغان دولت روانو خبرو ته په اشارې سره وويل، چې دوی د سولې په موخه بين الافغاني هڅو ته ارزښت ورکوي.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دغه ډول هڅې به په پوره ګړنديتوب پر مخ ځي او له وسلوالو مخالفينو يې غوښتنه وکړه، چې د سولې لاره خپله کړي.

په مزارشريف کې د نوي کال جشن لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو، چې تر دې دمه پکې هېڅ امنيتي پېښه نه ده شوې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version