هرات (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۶): په هرات ولایت کې د سیلابونو او بارانونو له امله دوه ماشومان مړه او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
دهرات دوالي ویاند جیلاني فرهاد د وري په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له تیرې شپې راهیسې په هرات ښار او ځینو ولسوالیو کې د تر باران وروسته سیلابونه راغلي دي.
هغه زیاته کړه، چې له دې امله دوه ماشومان مړه او خلکو ته په بیلا بیلو سیمو کې درانه مالی زیانونه اوښتي دي.
دجیلاني په وینا، دبارانونو او سیلابونو له امله سلګونه کورونه، سلکونه جریبه کرنیزې ځکمې او باغونه ویجاړ شوي دي.
د والي ویاند وویل، چې دوی د زیانونو د معلومولو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن