لښکرګاه (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د هلمند امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ١٦ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په هلمند کې د میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته هوايي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې پر طالبانو بريد کړى دى.
هغه وويل: ((طالبان سره را ټول شوي وو او د بريد پلان يې درلود چې خپله تر بريد لاندې راغلل.))
ځاځي وويل چې په دغه بريد کې ١٦ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي او د بريد پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د نادعلي اوسېدونکي اخترمحمد هم پژواک ته وويل چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه شوي دي.
هغه وويل: ((خبر شوى يم چې ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر يې راته دقيق نه دى معلوم.))
دغه راز ځاځي دا هم وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شوي او خپلمنځي جګړه يې کړې چې په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د قاري پوستې په سيمه کې نهه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هلمند د افغانستان له تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال له ١٣ څخه اووه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو هم ډېرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن