ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: هلمند کې ۲۳ طالبان او نهه امنیتي سرتېري وژل شوي

3 Sep 2019 - 16:40
3 Sep 2019 - 16:40

لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٣ طالبان او نهه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

افغان زياتوي چې د ګرشک ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه کې هم پر طالبانو هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او يو بل له وسلې سره يوځاى نيول شوى دى.

ده زياته کړه چې د نادعلي ولسوالۍ په ٣١ غربي سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې په ځوابي ډزو کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي چې په دې جګړه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.

په ورته وخت کې د ٣١ غربي سيمې اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې اته طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د هلمند د سنګين ولسوالۍ په ٦١١ شاهرا سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

بل لور ته طالبان هم د هلمند جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ګرشک، سنګين او نادعلي ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو پر مهال ٣٠ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version