ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له داعش سره جګړه کې مې شپږ زامن ووژل شول خو حکومت مې پوښتنه ونه کړه

27 Mar 2017 - 14:21
27 Mar 2017 - 14:21

جلال اباد (پژواک، ٧ وری ٩٦): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ يوې سپين سرې چې په جګړه کې يې شپږ زامن وژل شوي، غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره د ۴۵ يتيمو لمسيانو په تعليم کې ځانګړې مرسته وکړي.

دغه مور چې لا يې هم دوه زامن د داعش ډلې پر ضد د ولسي پاڅون کوونکو په ليکو کې په جګړه بوخت دي، وايي د هېواد ساتنې لپاره د دغو بچيانو قربانۍ ته هم اماده ده.

نياز بي بي د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د سيداحمد خېلو کلي اوسېدونکې ده او شپږ زامن يې داعش وسله والو په دې پلمه وژلي چې ولې يې د هغوی پر وړاندې ټوپک پورته کړی دی.

د شاوخوا شپېتو کلونو عمر لرونکې نياز بي بي چې په څېره کې يې د جګړې او په وجود کې يې د کمزورتيا نښې له ورايه ښکاري خو هوډ يې دومره قوي دی چې دريو نورو زامنو ته يې هم پر وطن د قربانۍ سپارښتنه کړې ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((دې نورو زامنو ته مې هم ويلي چې که د وطن ساتلو لپاره مو قرباني ور نه کړه نو خپلې شيدې درته نه بښم.))

نوموړې د خپلو زامنو د وژل کېدو په اړه وايي: ((موږ پاڅون کړی و او بچي يې راله په همدې ووژل. دوه يې جلال اباد ښار کې ووژل او څلور يې راله د کور مخکې ووژل، د يوه خو يې سر هم له ځان سره يو وړ، هغه مو بې سره خښ کړ.))

نه يوازې دا چې نياز بي بي د خپلو پاتې زامنو قربانۍ ته چمتو ده، بلکې کونډو نګندو ته يې هم پر وطن د قربانۍ غږ کړی: ((کونډو نګندو ته مې هم ويلي چې جهاد يوازې په سړو نه دی فرض، په ښځو هم فرض دی، په کاڼو خو به ګوزار کولی شئ چې داعش راشي نو ورسره به جهاد کوئ.))

مېرمن نياز بي بي ته اوس د شپږ وژل شوو زامنو ميراث شپږ کونډې او ۴۵ لمسيان پاتې دي چې ټول په سخت او نا مناسب اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.

هغې وويل، خاوند يې هم د ګټې وټې نه دی، دوه زامن يې په ولسي پاڅون کوونکو کې دي او يو زوی يې بې روزګاره په کور کې دی.

هغه وايي: ((دا کشری زوی مې په کور کې راسره دی، له وېرې يې بهر نه شو پرېښودلی.))

نياز بي بي وايي، نه يوازې دغه مشکلات، بلکې د کور زياته برخه يې د داعش له خوا سوځول شوې او يوازې درې کوټې په کې پاتې دي.

دې زياته کړې: ((په هره کوټه کې مې دوه کونډې او د هغو يتيم بچي اوسېږي او زه او مېړه مې په خېمه کې ژوند کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version