ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله وال او قاچاق وړونکي له ايران او پاکستان سره له پرانيستي پولې ګټه اخلي

13 Apr 2017 - 15:54
13 Apr 2017 - 15:54

زرنج (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې له ايران او پاکستان سره پر لسګونه کيلومتره پوله هېڅ امنيتي پوسته نشته، قاچاق وړونکي او وسله وال مخالفين له دې تشې د ځان په ګټه کار اخلي.

نيمروز د افغانستان سوېل لوېديځ کې ستر او سرحدي ولايت دى چې په لوېديځ او سوېل کې له ايران سره اوږده پوله لري، په ختيځ کې له هلمند او شمال کې له فراه ولايت سره پوله لري.

د نيمروز ولايت د سرحدي پوليسو يوه چارواکي د نوم له اخيستلو پرته وويل چې دغه ولايت له ايران سره ٢٣٦ کيلومتره ګډه پوله لري چې ٨٠ کيلومتره يې پرانېستې ده، يعنې امنيتي پوستې په کې نشته، ١٨٥ کيلومتره پوله يې له پاکستان سره شريکه ده چې ١٣٥ کيلومتره يې امنيتي پوستې نه لري.

سرچينې زياته کړه تېر کال ټاکل شوې وه چې د سرحدي پوليسو يو بل ګنډک په نيمروز کې واچول شي، خو تر اوسه پورې دغه کار نه دى شوى او اوسمهال کافي امنيتي ځواکونه نشته چې په ياد مسير کې پوستې جوړې کړي.

هغه زياته کړه چې دغه تشه د دې سبب شوې چې د نشه يي توکو قاچاق ترسره شي او وسله وال مخالفين هم په ازاد ډول تګ راتګ ولري.

د نيمروز ولايتي شورا مشر مولوي ګل احمد احمدي هم د دې پخلى وکړ چې نيمروز له پاکستان او ايران سره لسګونه کيلومتره پوله لري او که چېرې دغه پوله کنټرول نه شي، په راتلونکي کې به نيمروز ولایت کې ډېرې ستونزې پیدا شي.

هغه زياته کړه: ((بايد نيمروز ته نور امنيتي ځواکونه واستول شي، هوايي ګزمې دې ترسره شي چې د وسله والو مخالفينو او د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى وشي، که چېرې مرکزي دولت غواړي په رښتيا هم امنيتي ستونزې حل کړي، بايد پولې کنټرول شي.))

د نيمروز د چاربرجک ولسوال محمد نبي هم د دې پخلى وکړ چې له ايران سره د دې ولسوالۍ ٨٥ کيلومتره او له پاکستان سره ١٣٥ کيلومتره پوله پرانيستې او امنيتي پوستې نه لري چې له امله يې وسله وال مخالفين او قاچاق وړونکي په اسانۍ سره نشه يي توکي لېږدولى شي.

يوه لارښود (انساني قاچاقبر) شېراحمد پژواک ته وويل چې د پولې پرانيسته پرېښودا د دې لامل شوې چې هره ورځ له ٥٠٠ تر ٦٠٠ پورې افغاني کارګر له دې لارې پاکستان او له هغه ځايه ايران ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه چې د دغو کسانو له ١٥تر ٢٠ سلنې پورې کورنۍ جوړوي.

یاد کس چې له کلونو راهيسې پر دې لاره د خلکو پر لېږدولو بوخت دى، زياتوي چې پخوا به د لارې په اوږدو کې غلاوې کېدې، خو وروسته له هغه چې وسله والو مخالفينو د غلو يوه ډله بندي او اعدام کړه، د لارې په اوږدو کې د غلاوو کچه ټيټه شوه.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم او هويت له يادولو پرته پژواک ته وويل چې دا ستونزه يې څو ځلې د کورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه پورې هلته د امنيتي پوستو جوړولو او زياتو سرتېرو ورلېږلو په اړه اقدام نه دى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version