ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هېواد روان خراب حالات په ډيورنډ فرضي کرښې پورې تړاو لري”

17 Apr 2017 - 14:02
17 Apr 2017 - 14:02

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وری ٩۶): په افغانستان کې د روانو تاوتریخجنو حالاتو دوام د ډیورنډ فرضي کرښې له کبله دی او په کار ده چې حکومت یې د اساسي حل لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مشر ډاکتر عبدالله هېواد د وري په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې د هغه کنفرانس پر مهال وکړې چې د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په اړه د خپلو څېړنو پايلې يې په کې د پوهنتون له محصلينو سره شريکولې.

ډاکتر هېواد وايي، د ډيورنډ کرښې په اړه یې له څو کالو راهیسې څېړنه پیل کړې او لاسته راوړي اسناد یې څرګندوي چې دا کرښه غیر رسمي او هېڅ قانوني موارد نه لري.

هغه زياته کړه، د ډیورنډ په اړه يې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له معتبرو کتابتونو استفاده کړې او لاسته راغلي معلومات یې ښيې چې هېڅ ډول اسناد نشته چې د ډیورنډ کرښې رسمیت ثابت کړي.

نوموړى وايي: ((افغان حکومت تر اوسه داسې اسناد نه دي راټول کړي چې د دې کرښې په اړه خپل حق وغواړي خو موږ حاضر يو چې خپلې څېړنې ورسره شريکې کړو او د ډيورنډ مسئلې په اړه غږ پورته کړو.))

د افغانستان نوين بنسټ مسئولين وايي، تر اوسه يې معلومات، شواهد او څېړنې بشپړې شوې نه دي او لا هم دوی په دې برخه کې خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

د  افغانستان نوین څېړنيز او مطالعاتي مرکز د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ګڼو محصلانو ته د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د خپلې ترسره کړې څېړنې پرزنټیشن وړاندې کړ.

د پوهنتون محصلان وايي، دا ډول سيمينارونه ورته خورا ګټور دي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې لا نور معلوماتي پروګرامونه ورته ترتیب شي.

د دغه پوهنځي يوې محصلې او د کنفرانس ګډونوالې ګلالۍ پژواک ته وويل، د ډيورنډ کرښې په اړه له پخوا خلک پر دې باور دي چې دا يوه تپل شوې کرښه ده خو وايي د دې ډول څېړنو ترسره کېدا او معلومات يې له خلکو سره شريکول دا ګټه لري چې دا باور په پوره يقين بدل شي او د کرښې نه منلو لپاره ځانونه چمتو وښيي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، حکومت دې نړیوالې ټولنې ته د قانوني مواردو پر اساس د ډیورنډ کرښې د نه رسمیت په تړاو اسناد او موارد راټول کړي، څو د مسئلې له حل سره په افغانستان کې د نا امنیو روان کرکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او د پولې دواړه غاړه پښتانه پرې یوې فرضي کرښې د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ نه شي.

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه خو هم افغان حکومت او نه هم د کرښې په دواړو خواوو کې د مېشتو قومونو له خوا منل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version