ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شکنجې د مخنيوي کمېسیون کار پيل کړ

18 Apr 2017 - 17:16
18 Apr 2017 - 17:16

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د شکنجې د مخنيوي کمېسيون نن د خپل موجوديت په اعلانولو سره په رسمي ډول خپل کار پيل کړ.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکزه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شکنجې د منع کمېسیون د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ريیس تر مشرۍ لاندې د عدلیې وزارت د معین په مرستیالۍ او د هغو ۱۳ دولتي او غیر دولتي بنسټونو په غړیتوب سره چې په قانون کې يې وړاندوینه شوې ده، په کار پیل وکړ.

سرچينه کاږي، دغه کمېسیون د شکنجې د منع قانون د یوولسمې مادې د حکم پر بنسټ، له شکنجې څخه د مخنیوي او د هغو د قضیو د تعقیب په موخه جوړ شوی دی.

سرچينه زياتوي، د شکنجې د مخنيوي قانون د انساني کرامت د رعایت او ساتلو، د شکمنو، تورنو او بندیانو د حقونو د تامین، د شکنجې له کړنو څخه د مخنیوي او له قربانیانو او زیانمنونکو کسانو څخه د ملاتړ، د شکنجې عاملین عدلي تعقیب لاندې راوستل او د شکنجې قربانیانو د خسارې د جبران تامینول او د شکنجې زیانمنونکو او شاهدانو ملاتړ او حمایت کول په موخه وضع شوی او د جمهوري ریاست د مقام د ١٤/١٢/١٣٩٥ نېټې د ۲۴۶مې ګڼې تقنیني فرمان پر اساس نافذ شوی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د شکنجې د منع کمېسیون رییسې سیما سمر د دغه کمېسیون په پرانیست ناسته کې وویل: «شکنجه په مطلق ډول منع ده. له شکنجې څخه خلاصوالی مسلم او نه سرغړوونکی حق دی چې په هېڅ دول شرایطو کې د تعلیق او ځنډ وړ نه دی. هیڅ استثنایي وضعیت، لکه نا امني، جګړه، سیاسي بې ثباتي او یا بل هر ډول اضطراري او بیړنی حالت، د شکنجې د اعمال توجیه کوونکی نه شي کېدای.»

د دې کمېسیون غړو هم ويلي، د شکنجې د منع قانون نافذول او د شکنجې د منع کمېسیون جوړول، د شکنجې له ارتکاب څخه د مخنیوي، د مرتکبینو د عدلي تعقیب او له قربانیانو څخه د ملاتړ لپاره د عملي او قانوني ضمانتونو د منځته راتلو په برخه کې یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

دوى زياته کړې: «که څه هم په ورستیو کلونو کې د شکنجې په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو زموږ موخه د شکنجې پوره له منځه وړل دي او د شکنجې د منع کمېسیون به د دغې موخې د تحقق لپاره په دوامداره توګه زیار وباسي.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د شکنجې جرم ګڼل او قانوني منع کول او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او په دې برخه کې د نورو فعالو بنسټونو له دوامدارو هڅو سره، تر اوسه هم زموږ په هېواد کې شکنجه ترسره کېږي او د دې کړنې مرتکبین په هغه ډول چې باید تر عدلي تعقیب لاندي راشي، نه راځي.

د شکنجې د منع کمېسیون له ټولو دولتي او غیر دولتي بنستونو څخه غوښتي چې د شکنجې د مجرمانه کړنې د مخنیوي او له شکنجې څخه د خلاصون د حق په برخه کې د افغانستان د دولت ژمنو ته په پام سره، د شکنجې د کړنې د ارتکاب مخه ونیسي او په دې پروسه کې هر اړخیزه او فعال ګډون ولري.

کميسيون همدارنګه له قربانیانو، د هغوى له خپلوانو او مدافع وکیلانو څخه غوښتي چې په دغه کمېسیون کې د درج شویو شکایتونو او لازمو مدارکو او سندونو په وړاندې کولو سره، له دغه کمېسیون سره مرسته وکړي، ترڅو وتوانیږي خپلو قانوني ماموریتونو او موخو ته تحقق ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version