ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حبیبي: د وسله والو مخالفینو ملا مو ماته کړې

19 Apr 2017 - 16:47
19 Apr 2017 - 16:47

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وری، ۹۶): د ملي د دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي وايي چې د دښمن ملا ماته شوې او د هغو تر له منځه وړلو پورې به ورسره جګړه وکړي.

نوموړي د شمال زون په ۲۰۹ شاهين قول اردو سرتېرو ته په يوه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ۱۳۹۵لمريز کال د دښمن پر وړاندې د افغان ځواکونو بريالی کال و.

نوموړي زياته کړه چې په تېر کال کې دښمن ډېر شوم پلانونه لرل، خو عملي يې نه شو کړای.

خو د ملي دفاع وزير دا هم وويل چې روان کال به هم د افغان ځواکونو لپاره اسان کال نه وي.

نوموړي زياته کړه، لا هم د دښمن پر وړاندې دمې ته اړتيا نشته او په پرله پسې توګه بايد د هېواد د امنيت ساتنې پر وړاندې په سنګرونو کې تيارسی و اوسو.

د دفاع وزير حبيبي د شاهين قول اردو سرتېرو ته په خطاب کې وويل: ((د تېر کال په ژمي کې د دښمن ملا ماته شوې، اوس به يې نه پرېږدئ، ورپسې ورشئ او نابود يې کړئ.))

نوموړي په دفاع وزارت کې د فساد په تړاو وويل، هېچا ته به اجازه ورنه کړی چې د افغان سرتېري په حق کې فساد وکړي.

نوموړي زياته کړه، د دفاع وزارت رهبري او سرتېري به په ګډه د مفسدينو پر وړاندې کار کوي او د ملي اردو له ليکو څخه به يې باسي.

په شمال زون کې د شاهين قول اردو قوماندان مومند کټوازي وويل، تېر کال يې په شمال زون کې دښمن ته سخته ماتې ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، په ۹۵ لمريز کې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۰۰ چاڼيز عمليات په برياليتوب سره ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه کال کې ۳۶۰ وسله والو مخالفينو وسلې کېښودې او د سولې پروسې له لارې عادي ژوند ته وګرځېدل.

کټوازي وويل، دمګړۍ هم د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د دښمن پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version