ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شاهین قول اردو برید کې لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 Apr 2017 - 19:58
21 Apr 2017 - 19:58

درېیم  تعقيب – مزارشریف (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٦): د شمال زون په شاهين قول اردو له وسلوالو مخالفينو سره نښته د ټولو په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېده، خو په دې برید کې لسګونو سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.،

پر یاد قول اردو نن د غویي په لومړي نیټه،  د جمعې لمانځه پر مهال په دوه رنجر موټرو کې شپږ وسلوالو، چې نظامي جامې يې پر تن وې، بريد کړی و.

د قول اردو وياند قهار ارام پژواک خبري ا ژانس ته وويل، چې وسلوالو يو موټر بم د قول اردو په قراول کې والوځولو او پر جومات کې يې د لمانځه پر مهال پر سرتېرو بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې بريد تر مازيګر ناوخته پورې روان و، چې له شپږو بريدګرو څخه د پنځه په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېد.

د هغه په وينا په دغه بريد کې د قول اردو اته نظاميان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي

خو یوې بلې موثقې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې په دې برید کې ۶۶ سرتیري وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړه، چې بریدګر  په دوو رنجرو موټرو کې راغلي او د فاریاب دکنډک جعلي کارتونه یې جوړ کړي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، بریدګر له لومړي قرول څخه تیر شوي وو، خو په دویم قرول کې ، کله چې د شک په اساس درول شوي وو، نو هلته یې ډزې کړې وې او درې نظامي افسران یې وژلي.

دغې امنیتي سرچینې وویل، چې بریدګر بیا نیغ په نیغه جومات ته ورغلي او پر سرتیرو یې د لمانځه پر مهال ډزې کړې دي.

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويلي چې دغه بريد د دوى يوشمېر وسله والو کړى او د شاهين قول اردو لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې .

هغه ويلي چې لومړى د قول اردو په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې او بيا نور وسله وال قول اردو ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي. هغه ادعا کړې،. چې تر سلو زیاتو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version