ښرنه (پژواک، ٢ غويی ٩٦): د پکتيکا په انګور اډه سيمه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لويه لار تر اوږده ځنډ وروسته بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
تېر کال د کب مياشتې په لومړۍ نېټه پاکستان له افغانستان سره ټولې رسمې لارې بندې کړې چې بيا يوه مياشت وروسته يې د تورخم او سپين بولدک لارې د خلکو پر مخ پرانيستې خو ځينې نورې لارې تر اوسه تړلې دي.
د پکتيکا د انګور اډې سيمه کې د پوليسو يوې سرچيني د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر مازديګر راهيسې د افغانستان او پاکستان تر منځ لويه لاره بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.
هغه وويل: ((موږ هم د حکومتي مشرانو له اجازې سره سم، موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه.))
دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي فلک شېر پژواک ته وويل چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې دغه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې وه.
هغه زياته کړه: ((خلک يې له غټ مشکل سره مخ کړي وو، خو اوس ښه کار وشو چې بېرته خلاصه شوه.))
د پکتيکا يوه سوداګر محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د انګور اډې پر لاره موټر تګ راتګ کولاى شي.
ده وويل چې له تېرې ورځې را په دېخوا لسګونه موټر ګمرک ته رسېدلي څو محصول ورکړي.
د پکتيکا د انګور اډې سيمه د پاکستان له شمالي او جنوبي وزيرستان سره نښتې ده.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې پاکستاني پوځيانو د انګور اډې سيمه کې د پوځي تاسيساتو پر جوړلو هم لاس پورې کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن