ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان زېږديز کال کې نږدې ٢٢٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

27 Apr 2017 - 15:26
27 Apr 2017 - 15:26

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٦): د يوناما موندنې ښيي چې د ٢٠١٧ کال په درېيو مياشتو کې نږدې ٢٢٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او دغه شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور سلنه ټيټه شوې ده.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) له لوري خپور شوى دى.

د ياد راپور له مخې، د ٢٠١٦ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ملکي مرګ ژوبله د ٢٠١٢ کال د لومړۍ ربعې په پرتله دوه چنده زياته شوې. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په ژمي کې د نورو موسمونو په پرتله جګړې کمېږي.

د يوناما په راپور کې د تېر کال بشپړې شمېرې نه دي وړاندې شوې، خو راپور یې څرګندوي چې د ٢٠١٧ زېږديز کال په درېيو لومړيو مياشتو کې يوناما د مرګ ژوبلې ٢١٨١ موارد (٧١٥ وژل شوي او ١٤٦٦ټپيان) ثبت کړي چې د ٢٠١٦ کال د ورته مودې په پرتله څلور سلنه کموالى ښيي. د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرې ٢ سلنه او د ملکيانو تر منځ د ټپيانو ٥ سلنه کمې شوې دي.

سرچينې ويلي دي چې د يوناما له لوري د ملکي وګړو د ثبت شوو شمېرو د کمښت لامل د دولتي او دولت پلوه ځواکونو تر منځ په ځمکنيو جګړو او نښتو کې د مرګ ژوبلې ١٩ سلنه کمښت دى.

د راپور له مخې، له هرو ديارلسو کسانو اته یې د دولت د وسله والو مخالفينو، درې د دولت پلوه ځواکونو او يو يو د دواړو خواوو په نښتو او چاودنو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

 د جغرافيوي موقعيت له مخې، کابل ولايت د ځانمرګو او ډله ييزو بريدونو له اړخه تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله لري، په داسې حال کې چې هلمند، کندهار، ننګرهار او اروزګان بيا په ترتيب سره د ملکي مرګ ژوبلې شاهدان دي.

له يوولسو کسانو څخه يې څلور کسان په ځمکنيو جګړو، دوه دوه د ځاى پر ځاى شوو چاودونکو توکو د چاودنو او ځانمرګو بريدونو، يو يو په هدفي وژنو او پاتې د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې يوناما د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو د مرګ ژوبلې ٢٤ سلنه ثبت کړې چې ٨٨ وژل شوي او ١٨٥ ټپيان په کې شامل دي. د يادو شمېرو د لوړېدو او ښځو د وژل کېدو لامل هوايي عمليات، ځانمرګي او ډله ييز بريدونه ښودل شوي دي.

د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې يوناما د ماشومانو د مرګ ژوبلې ٧٣٥ موارد (٢١٠ وژل شوي او ٥٢٥ ټپيان) ثبت کړي چې د ٢٠١٦ کال د لومړيو درېيو مياشتو په پرتله درې سلنه زياتوالى څرګندوي. هوايي عمليات، د چمتو شوو چاودونکو توکو او ناچاودو مهماتو چاودنه، په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د ډېروالي عمده لاملونه دي.

يوناما له ټولو ښکېلو وسله والو ډلو غواړي چې د ملکي وګړو د غوره ساتنې په برخه کې فوري او غښتلي اقدامات وکړي؛ د يوناما وروستۍ شمېرې چې نن خپرې شوې، د ملکي وګړو د زياتې مرګ ژوبلې څرګندونه کوي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د ياد راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ورته راپورونه رد کړي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version