ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: په درېیو وروستیو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې

24 Apr 2019 - 16:20
24 Apr 2019 - 16:20

کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۸): یوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، د تېر میلادي کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله دغه مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې او دا په وروستیو پنځو کلونو کې تر ټولو کمه شمېر دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) مرستیال پلاوي په خپل درې میاشتني (د ۲۰۱۹ کال د جنوري له لومړۍ د مارچ تر ۳۱ مې) راپور کې چې «په وسله والو نښتو کې د ملکي وګړو ساتنه» په نوم خپور شوی او یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي، یوناما په دې موده کې توانېدلی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۱۷۷۳ موارد چې له ډلې یې ۸۵۱ وژل شوي او ۱۱۹۲ ټپیان دي، ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي، د پوره شمېر له ډلې ۵۸۲ ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې یوناما د ۱۵۰ ماشومانو د وژل کېدو او ۴۳۲ ماشومانو د ټپي کېدو شمېرې ثبت کړې او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کابل، هلمند، ننګرهار او فاریاب کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د مرګ ژوبلې دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه کموالی ښيي او له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کال په لومړۍ ربعه کې د مرګ ژوبلې تر ټولو کم ارقام دي.

یوناما په ډاګه کړې ده چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کموالي لامل د ځانمرګو بریدونو مخنیوی دی، د دوی پر باور د میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ژمنۍ هوا یخوالی هم ممکن د ملکي وکړو د مرګ ژوبلې په کموالي کې رول ولري.

خو سرچینې زیاته کړې، تر اوسه روښانه نه ده چې ایا په ټوله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر کموالي د سړې هوا اغېز دی که د جګړې د ښکېلو لورو تدابیر او د سولې روانې خبرې دي.

په راپور کې راغلي، د ملکي وګړو تر ټولو ستر لامل ځمکنۍ جګړې دي چې له امله یې شاوخوا یو پر درې برخه ملکي وګړي وژل شوي او دویم عامل یې ځای پر ځای شوي چادېدونکي توکي دي.

په راپور کې روښانه شوې، هوايي بریدونه چې زیات شمېر ملکي وګړي په کې وژل شوي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې درېیم ستر لامل دی او ورپسې هدفي وژنې او د جګړې د دور د چادوېدونکو توکو چاودنې دي.

یوناما په ډاګه کوي چې د ملکي وګړو په مجموعي مرګ ژوبله کې د کموالي ستر لامل د ځانمرګو بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د پام وړ (۷۶) سلنه کموالی دي.

د راپور پر اساس، د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې په جریان کې یوناما د ځانمرګو بریدونو څلور موارد ثبت کړي چې له امله یې ۱۷۸ ملګي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال په همدې موده کې د ځانمرګو بریدونو ۱۹ پېښې چې ۷۵۱ ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، ثبت کړې دي.

سربېره پر دې، یوناما ویلي، د دولت د مخالفو وسله والو له خوا د ملکي وګړو هدف ګرځول او د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې (۲۱) سلنه زیاتېدل، په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۴۱ سلنه زیاتېدل او د دولتي ځواکونو د تلاشۍ په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۸۵ سلنه زیاتېدل هغه موارد دي چې یاده اداره یې په اړه سخته اندېښنه څرګندوي.

په راپور کې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ستر عامل د دولت مخالفین بلل شوي؛ ځکه چې په ۹۶۳ مواردو کې یې ۲۲۷ ملکي وګړي وژلي او ۷۳۶ یې ټپي کړي دي چې دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version