کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به له افغانستان سره د دغه سازمان پر اوږودمهاله همکاريو خبرې وشي او پخوانۍ ژمنې به يو ځل بيا تکرار شي.
د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يوه ورځنۍ غونډه به د غبرګولي په ٤مه (د مى په ٢٥مه) جوړه شي.
سرچينې زياته کړې چې افغانستان د دې سرمشريزې په اجنډا کې نشته، خو له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره به د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان وروستي حالات و ارزوي او د همکاريو پخوانۍ ژمنې به تکرار کړي.
د ناټو د مطبوعاتي دفتر دغه چارواکي وويل: ((موږ توقع نه لرو چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه کومه مهمه پرېکړه وشي.))
خو سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د ناټو مشران د افغانستان په اړه پر درېيو ژمنو سلا مشورې وکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا ژمنې په افغانستان کې د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې ماموريت ارزول او دوامداره ساتل . تر ٢٠٢٠ کاله پورې د افغان ملي ځواکونو په دوامداره توګه مالي ملاتړ او له افغان چارواکو سره د ناټو د اوږود مهاله همکارو په اړه دوامداره خبرې شاملې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن