جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ٩۶): ننګرهار ولايت کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۱۸۵ ميليونه افغانیو په لګښت ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ځینو نورو چارې پیل شوې.
په دغو پروژو کې د پښتورګو درملنې د ملي روغتون، په حوزوي روغتون کې د يو زېږنتون، د تليسميا ناروغۍ درملنې مرکز، د عامې روغتيا رياست لپاره د يوې ودانۍ او د يو شل بستريز او بل پنځوس بستريز روغتون جوړېدو چارې شاملې دي.
په همدې موخه د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د غبرګولي په ۳مه ننګرهار ولايت ته سفر کړی و او يادې پروژې يې په بېلابېلو ځايونو کې څه ګټې اخيستې ته وسپارلې او د ځينو د چارو پيل يې وکړ.
د عامې روغتیا وزير د پښتورګو د درملنې ملي روغتون ته تجهیز او د لومړۍ برخې د پرانیستې په موخه نیول شوو مراسمو کې وويل چې په دغو چارو ۶۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ډاکتر فيروز وويل چې د یاد روغتون د ټولو چارو لپاره د پاکستان هېواد له لوري ۲۶۸ میلیونه افغانۍ مرسته شوې او دغه راز ۱۰۲ تنه طبي کارکوونکي هم ورته د پاکستان له لوري روزل شوي چې ۵۴ تنه یې تر زده کړو وروسته په یاد روغتون کې پر دندو ګومارل شوي دي.
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې د یاد روغتون لپاره پاکستان هېواد د طبي وسایلو مرسته هم وکړي .
همدا راز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ښکلا زېږنتون ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې یاد زېږنتون د عامې روغتیا وزارت او شتمنو په شخصي بودیجو د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه کړه چې د مېرمنو د زېږون دا ځانګړی مرکز به په یو وخت کې د ۲۰ ولادي ناروغانو د درملنې ظرفیت ولري .
ورته وخت کې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د یوه ملي سوداګر له لوري د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د عتیق الرحمن په نوم د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکز تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي وويل چې یاد مرکز د شاوخوا لسو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی، په یو وخت کې د شلو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.
د ګلاب منګل په وينا، د یاد ملي سوداګر له لوري د دغه مرکز د طبي او نورو کار کوونکو میاشتنۍ تنخواوې او د نورو امکاناتو برابرولو ژمنه هم شوې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن