ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې پر مهمو ادارو د ځانمرګو بريدونو پلان شنډ شو

1 Jun 2017 - 17:13
1 Jun 2017 - 17:13

ننګرهار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د ننګرهار چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې پر یو شمېر مهمو ملکي، نظامي او سیاسي ادارو داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کېدو پلان درلود، چې له وړاندې شنډ کړای شو.

د دې ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۱مه د رسنیز کنفرانس په ترڅ کې وويل، د داعش ډلې پلان درلود، ترڅو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر يو شمېر مهمو ملکي، نظامي او سیاسي ادارو باندې ځانمرګي بريدونه تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه، د داعش ډلې رهبرۍ په لارښوونه د الف ګل په نوم يو تن، چې د کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، غوښتل د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي څلور واسکټونه د کرولا ډوله موټر په وسیله د بټي کوټ ولسوالۍ د حافظ کوډۍ له سیمې څخه هسکې مېنې ولسوالۍ ته لومړی انتقال او له هغه ځای ځانمرګي بریدګر د بریدونو په موخه جلال اباد ښار ته را ولېږدول شي .

هغه وایي، د داعش ډلې یاد پلان د ملي امنیت د منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې د ملي اردو د ساحوي کشف منسوبینو په همکارۍ د بټې کوټ ولسوالۍ په حافظ کوډۍ سیمه کې شنډ کړای شو او یاد کس د کرولا ډوله موټر سره چې په کې د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي څلور واسکټونه ځای پر ځای شوي وو، ونیول شو.

نیول شوي کس الف خان وویل، د کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د خپلو مسوولینو په لارښوونه یې د ځانمرګو بریدونو په موخه برابر شوي واسکټونه هسکې مېنې ولسوالۍ ته لېږدول.

داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو اړوند د ځانمرګو او وسله والو بریدونو ترسره کوونکي شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.

د وسله والو طالبانو د پېښور شورا د طاهر په نوم یو تن چې په ابو ذر مشهور دی، ننګرهار ته په دې موخه را لېږلی و، ترڅو د دې ولایت په مرکز کې پر یو شمېر مهمو ادارو ځانمرګي او وسله وال ډله ییز بریدونه ترسره کړي، چې موخې تر رسېدو وړاندې ونیول شول.

نیول شوو کسانو کې د عزیزالله په نوم ځانمرګی بریدګر، د رحمت الله په نوم د برید پلان کوونکی ،نزاکت مشهور په وفا د ځانمرګي بریدګر لارښود، نورعلي د ځانمرګي بریدګر ساتونکی او قاري زاهد د ځانمرګي بریدګر انتقالوونکی شامل دي.

په نیول شوو کسانو کې یو تن د ځانمرګي برید په موخه په ځان پورې چاودېدونکي توکي هم تړلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version