ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړيوال سازمان: د کابل د معترضينو وژونکي دې محاکمه شي

2 Jun 2017 - 11:30
2 Jun 2017 - 11:30

 

کابل (پژواک، ١٢غبرګولى ٩٦): د بښنې نړيوال سازمان په نننۍ پېښه کې د هغو کسانو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه وکړه چې پر لاريون کوونکو يې ډزې کړې دي.

د ياد سازمان له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې افغان دولت بايد هغه کسان پيدا او محاکمه کړي چې د ننني لاريون په ترڅ کې د معترضينو د وژنې مسوول دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل په ننني لاريون کې چې د هېواد امنيت نيولو کې د حکومت پر کمزورۍ د اعتراض په موخه شوی، له تاوتريخوالي سره مخ شوی، نږدې اووه کسان په کې ووژل شول، ٢٥ پوليس او ٣٥ لاريون کوونکي ژوبل شول.

د بښنې نړيوال سازمان اعلاميه کې راغلي: ((دغو لاريون کوونکو پر وړاندې چې په کابل کې يې د تر ټولو مرګوني بريد په اړه لاريون کړى و، د پوځي ځواک وژونکي او سخته کارونه د خلکو ژوند ته د دولتي چارواکو د بې حرمتۍ څرګندونه کوي.))

د ياد نړيوال سازمان په اعلاميه کې زياته شوې: ((په داسې حال کې چې د تاوتريخوالي د شتون په اړه راپورونه لکه د معترضينو د کوچنۍ ډلې له لوري پر پوليسو د کاڼو وېشتل هم شته، خو دا نه شي کولى چې د امنيتي ځواکونو مرګونى او سخت غبرګوني توجيه کړي.))

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، د افغانستان خلک حق لري چې عدالت ته لاسرسى ولري، له دولت يې هم غوښتنه کړې چې د چهار شنبې ورځې د چاودنې په اړه فوري او هر اړخيزه څېړنې وکړي او عاملين يې وپېژندل شي.

د چهارشنبې ورځې په ځانمرګي بريد کې شاوخوا سل کسان ووژل شول او نږدې پنځه سوه نور ټپيان شول، تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version