ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شانګهای سازمان سکرتر جنرال د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستایلې

9 Jun 2017 - 14:35
9 Jun 2017 - 14:35

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٦): د شانګهاى سازمان سکرتر جنرال وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين غوښتونکى دى او زياتوي چې په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې د ستايلو دي.

ولسمشر محمد اشرف غنى نن له غرمې مخکې د قزاقستان په مرکز کې د شانګهای د همکاریو سازمان له سکرتر جنرال رشید عالموف سره وليدل.

په دې ليدنه کې دواړو لورو د سیمې د بېلابېلو مسایلو او همدارنګه په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د ناستې د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هېواد ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د اولسمې غونډې د جوړېدو په خاطر د دغه سازمان سکرتر جنرال ته مبارکي وویله او د دغه سازمان کلنۍ غونډې یې د سیمه ییزې همپالنې لپاره مثبت ګام وباله.

د شانګهای سازمان سکرتر جنرال وویل: ((موږ افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لرو.))

هغه وویل، د شانګهای سازمان د اولسمې ناستې په پای کې به ګډه اعلامیه خپره شي چې افغانستان هم په هغه کې شامل دی.

د شانګهای سازمان سکرتر جنرال زیاته کړه: ((موږ په سیمه، په ځانګړي ډول افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین غوښتونکي یو او په دې برخه کې د افغانستان حکومت کوښښونه هم د درک وړ دي.))

وروسته ولسمشر غني د کابل پروسې کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل، کابل پروسه د سولې او ثبات د تامین په موخه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره هر اړخیز بحث برابروي او په لومړي کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو فعال ګډون درلود.

ولسمشر غني وویل، د اسیا امنیت او ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات پورې اړه لري او موږ له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې هلې ځلې کوو.

هغه دېته په اشارې چې اسیا لوی اقتصادي بستر او ظرفیت لري وویل: ((موږ د سیمه ییزې همکارۍ او د سولې او ثبات د تامین لپاره مثبت لیدلوری لرو، خو تروریزم د اسیا لپاره جدي ستونزه ګڼل کېږي چې د دې پدیدې د مهارولو لپاره ګډې مبارزې ته اړتیا ده.))

دغه راز سکرتر جنرال وویل، افغانستان د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره مناسب ظرفیتونه لري او هغه لېوالتیا وښوده چې افغانستان ته سفر وکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان او د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو په پراختیا ټینګار وشو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version