ميمنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د فارياب ولايت ځايي چارواکي وايي، وسله والو د ياد ولايت په اندخوی ولسوالۍ کې يو ديني عالم له خپلې لور سره يو ځاى وژلى او زوى يې ور ټپي کړى دی.
د اندخوى ولسوال سلطان محمد سنجر وويل چې د ملا عبدالرسول په نوم يو ديني عالم او لور يې ناجيه، تېره نيمه شپه د وسله والو مخالفينو له خوا په داسې حال کې وژل شوي چې ويده وو او زوى يې سخت ټپي دى.
سنجر، د پلار او لور د وژلو انګېزه کورني جنجالونه ګڼي او زياته يې کړه: ((يوه مياشت وړاندې د ناجيې مېړه په مرموز ډول چې ګني د وژنې لامل يې ګازډبه وه، ووژل شو او د پېښې په تړاو ناجيه ونيول شوه.
سرچينه زياتوي چې تېره ورځ د ناجيې مور وفات شوه، څارنوالۍ حکم وکړ چې نوموړې دې د خپلې مور جنازه کې د ګډون په موخه خوشې شي، خو تېره شپه طالبانو ته منسوب درې وسله وال کسان د ياد ديني عالم کور ته ننوتلي، ناجيه او پلار يې وژلي او ورور يې ټپي کړى.))
هغه وويل چې د ناجيې د مېړه کورنۍ له طالبانو سره اړيکه درلوده او غوښتي يې دي چې له دې اړيکې څخه په استفادې سره خپل غچ واخلي.
د ولسوال په خبره، وسله وال د پېښې له ځاى څخه په تېښته بريالي شوي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
په ورته وخت کې بيا پرون مازديګر د پښتونکوټ ولسوالۍ په موقاني سيمه کې د سميع الله په نوم د يوه لس کلن ماشوم دواړه پښې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې پرې شوې دي.
د دغه ماشوم پلار چې ډېر غريب دى، وويل، زوى يې هره ورځ د پنځوس افغانيو په بدل کې د پوليسو پوستې ته اوبه وړې چې پرون مازديګر د طالبانو له خوا د خښ شوي ماين د چاودنې له امله ټپي شو او دواړه پښې يې پرې شوې.
له بلې خوا د فارياب پوليس وايي چې د قيصار ولسوالۍ د شهيدانو او معلولينو استازى سيد عبدالله، د ميمنې-المار پر لاره د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې ټپي شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن