کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموريت پر برخليک او د سرتېرو د شمېرې په اړه پرېکړه کېږي.
د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د چنګاښ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دفاع وزيرانو يوه ورځنۍ غونډۍ د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په اتمه جوړېږي.
سرچينې زياته کړه، په دې غونډه کې د ناټو د غړو هېوادونو ترڅنګ د غير ناټو متحدو هېوادونو د دفاع وزيران هم برخه اخلي.
د هغه په وينا، په دې يوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د دفاعي لګښتونو، دفاعي پروګرامونو او دغه سازمان ته پر ورپېښو ننګونو او ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کېږي.
سرچينه وايي، د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم ترسره شي، چې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو او متحدينو د دفاع وزيران او د افغانستان د ملي دفاع وزير هم په کې ګډون کوي.
سرچينه زياتوي، دغه راز په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن، د مګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي هم د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې برخه اخلي.
د ناټو د مطبوعاتي دفتر دغه چارواکى وايي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر دوامداره ساتلو او په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن