ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد: د شمال د ځینو قوماندانانو نوی ایتلاف د موقفونو خونديتوب لپاره دى

3 Jul 2017 - 16:42
3 Jul 2017 - 16:42

مزارشريف (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۶): په شمال کې د حزب اسلامي مخکښ غړي جمعه خان همدرد د حکومت پر وړاندې د ځينو نورو سياسي مشرانو ايتلاف د نظام په ګټه نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو او دولتي موقفونو د خونديتوپ لپار وباله.

هغه دغه راز د اوسني حکومت د شته ستونزو پخلی وکړ او د حل لپاره يې ملي سياسي اجماع اړينه وبلله چې د ده په وينا، حزب اسلامي ګوند ورباندې کار کوي.

جمعه خان همدرد د چنګاښ په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې دی شمال ته د کوم ځانګړي سياسي پلان په ترڅ کې نه، بلکې خپلې کورنۍ او له خپلو خلکو سره د وخت د لیدو په موخه راغلی دی.

خو نوموړي په شمال زون کې د تېرو ولسمشريزو او په ځانګړې توګه پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې دغه ځل ډېر کار ته اړتيا ليدل کېږي، بايد رڼې او بې پرې ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه برابره شي.

د شمال پخواني جهادي قوماندان همدرد په دغه زون کې تېرې دوه دورې پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنې غير عادلانه وګڼلې او د ټاکنو کمېسيونو مسوولين يې د سيمه ييزو دولتي ادارو په ولکه کې ښکېل وبلل.

هغه د کوم ځانګړي اړخ يادونه ونه کړه خو ويې ويل چې ځينو خلکو پر ټاکنيزې پروسې باور له لاسه ورکړی و او د هغوی د بار بار ټينګار له امله به يې بيا بيا برخه اخيسته او زړه به يې ماتېده.

نوموړي ټينګار وکړ چې حزب اسلامي به نه يوازې په شمال، بلکې د ټول هېواد په کچه پارلماني ټاکنو کې په پوره توګه برخه اخلي او ښه زمينه سازي به ورته وکړي.

د پکتيا پخواني والي او د حزب اسلامي دغه غړي همداراز له بدخشانه واخله، تر فارياب پورې ټول دولتي سيسټم او اداره د ځانګړيو کړيو په ولکه کې وګڼله.

نوموړي له همدې امله د دولت او خلکو تر منځ پروت واټن د نظام په ګټه ونه باله.

هغه په دې وروستيو کې د شمال زون د ځينو سياسي مشرانو له خوا د حکومت پر وړاندې شوی ايتلاف بې ګټې وباله.

په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي او د جميعت ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور او د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق تر منځ د حکومت پر وړاندې په ترکيه کې د شوې ناستې په ترڅ کې ايتلاف جوړ شو.

د حزب اسلامي ګوند مخکښ غړي جمعه خان همدرد ورته ايتلافونه ځکه بې ګټې وبلل چې کواګې د ټولو حزبونو ګډون په کې نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version