ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پلاوي په تورخم کې د فساد بېلګې موندلې دي

11 Jul 2017 - 16:17
11 Jul 2017 - 16:17

جلال اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۶): په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د فساد څېړلو په موخه د ولسي جرګې تللی پلاوی وايي چې په دغه ښارګوټي کې يې د فساد ځينې بېلګې موندلې دي.

د ولسي جرګې د اداري اصلاحاتو او عدلي او قضایي کمېسيون رييس او د راغلي پلاوي مشر سيد محمد حسن شريفي بلخابي د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې له تورخم سرحدي ښارګوټي د شکايتونو د موجوديت په صورت کې ولسي جرګې له دغه ښارګوټي د نظارت پرېکړه وکړه.

ده زیاته کړه، په یاد ښارګوټي کې د کمېسارۍ، ګمرک، ترانسپورټ، ښاروالۍ او نورو برخو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې او راپور به يې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره شريک کړي.

هغه وايي: ((يوه مهمه موضوع خو دا ده چې هلته د اداراتو ترمنځ د ارقامو توپير دى،  په دې معنا چې يوې ادارې سره د موټرو شمېر يوه اندازه وي او له بلې سره بل، بله ستونزه له موټرو د پيسو اخيستل دي، دغه راز د اضافه بار موټرو تګ راتګ او نه جريمه کول دي.))

د ولسي جرګې د ياد پلاوي مشر وايي، د فساد ځينې نورې بېلګې يې هم موندلې چې ټولې به په يو راپور کې د ولسي جرګې اداري هيئت ته وړاندې کړي.

دی وايي، د ولسي جرګې اداري پلاوی به د دوی د راپور تر کتلو وروسته د اړوندو مسوولينو د راغوښتلو پرېکړه کوي او بيا به د فساد په اړه هغوی ځواب ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک اژانس ته وويل چې ياد پلاوى له والي محمد ګلاب منګل سره هم کتلي او د خپل سفر په تړاو يې ورسره د یو شمېر مهمو معلوماتو شریکولو تر څنګ په دغه ولایت کې د دوی د څېړنو په موخه د ولایت مقام له لوري د برابرو شوو سهولتونو څخه مننه وکړه.

خوږياڼی وايي: ((والي صېب راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په تورخم ښارګوټي کې يې د فساد د له منځه وړلو په موخه هلې ځلې پیل کړې او هیله يې وښوده چې په تدریجي ډول به په یاد ښارګوټې کې هر ډول ستونزې حل شي.))

د يادولو ده، په تورخم ښارګوټي کې د فساد د شتوالي په اړه ډېر شکايتونه موجود دي چې له امله يې وخت نا وخت په دغه ښارګوټي کې لانجې او ناندرۍ هم رامنځته کېږي.

څه موده وړاندې د ننګرهار د ولايتي شورا يو هيئت دغه ښارګوټي ته د فساد موندلو په موخه تللی و، چې وروسته هغوی هلته د فساد په هڅو تورن شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version