ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د يوه پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

12 Jul 2017 - 16:08
12 Jul 2017 - 16:08

ترينکوټ (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوه پارک د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پارک د ترينکوټ ښار اړوند د ګرم اب له مانده څخه پیل بيا تر مرکزي جادي رسېږي چې لګښت يې د دولت له له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي د دغه پارک د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پارک پروژه د ښاروالۍ د پروژو له جملې څخه يوه پروژه ده.

هغه زياته کړه چې په دغه پارک کې د موټرو لپاره تمځايونه، ګلدانونه او د ښاريانو لپاره به د ناستې ځايونه جوړ شي.

والي وايي چې د پارک له جوړېدو سره به د ترينکوټ ښار ښکلا زياته شي.

خروټي وويل چې د ښاري ماسټر پلان د عملي کولو لپاره له مرکزي اداري څخه د بوديجې غوښتنه شوې او په دې برخه کې له خلکو سره د همکارۍ خبرې هم رواني دې څو د ترينکوټ په ښار کې د ماسټر پلان په عملي کولو کې له دوی ورسره سره مرسته وکړي.

د ترينکوټ ښاروال نعمت الله اکبري وويل، دغه پارک  د زر مترو په اوږودوالى او ١٨ مترو عرض ساحه کې د ٦،٧ ميليونه افغانۍ په لګښت جوړېږي چې پيسې يې د ملي بوديجې له خوا ورکول کېږي او د يو کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ښاروال اندېښنه وښوده چې په يو شمېر سيمو کې زورواکي د پروژو د عملي کولو مخه نيسي او د مسوولينو څخه یې وغوښتل چې د ښاروالۍ سره د پروژو د عملي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس اميرمحمد بارکزي هم له ښاريانو وغوښتل چې ښاروالۍ سره د ښار په نظافت او پروژې په پلي کولو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې د خلکو په همکارۍ به د هغو زورواکو مخه ونيسي چې د پروژو د پلې کولو مخه نيسي .

د ترينکوټ ښاريان هم په ښار کې د ياد پارک پر جوړېدو خوښي ښيي، له ښاروالۍ او خلکو څخه غواړي چې د ښار په پاکوالي او د پارک په ساتنه کې له يو بل سره مرسته وکړي.

حميدالله وايي، څه موده مخکې د ترينکوټ په ښارکې يو بل پارک هم جوړ شو خو په وينا يې دا مهال خلک په سمه توګه ترې ګټه نه اخلي او ښاوالۍ هم ورته پاملرنه نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version