زرنج (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): په نيمروز ولايت کې د انځورګرۍ او خطاطۍ اثارو نندارتون په داسې حال کې پرانيستل شو چې د دې هنري برخې هنرمندان د امکاناتو له نشتوالي شکايت کوي.
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد حامد سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه نندارتون کې کابو ٦٠٠ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د سادات په وينا، دغه نندراتون د ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت جوړ شوى او د اوو ورځو لپاره به د مينه والو پر مخ پرانيستى دى.
سرچينې وويل چې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنرونو د ښې ودې په موخه په پام کې لري چې د اوړي رخصتيو په وخت کې د نيمروز ښوونځي چې نوي پيل شوي دي، د ښوونځيو زده کوونکي د دغه نندارتون څخه ډېره ګټه پورته کړي.
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو مسوول خالد پرواني د دغه نندارتون د پرانيستلو موخه د هنرمندانو د هڅونې او استعدادونو وده وبلله.
هغه زياته کړه چې په دغه نندارتون کې ډېرى د ځوانو هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه دغه راز وويل، که څوک د دغو اثارو پېرلو هيله ولري، په ځانګړي تخفيف سره به ورکړل شي.
خو په نيمروز ولايت کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونو هنرمندان د پوره امکاناتو له نشتوالي څخه شکايت کوي.
جمعه ګل چې په دغه نندارتون کې يې د انځورګرۍ خپل دوه اثار نندارې ته وړاندې کړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د دغه نندارتون جوړېدل ښه کار دى، له نورو هنرمندانو سره بلدېږو او خپل اثار نورو ته ور معرفي کوو."
هغه زياته کړه چې د نندارتون اصلي موخه د هنرمندانو او د هغوى د اثارو معرفي او په کورونو او دفترونو کې له دې اثارو څخه ګټه اخيستل دي."
هغه په نيمروز ولايت کې د رنګ په شمول د خطاطۍ او انځورګرۍ د وسايلو نشتوالى د هنر په دې برخه کې د هنرمندانو له ستونزو څخه وبلل او ويې ويل: "هنرمندان اړ دي چې خپل اړين وسايل په ډېره لوړه بيه له ايران څخه راوړي."
دغه هنرمند له ځايي چارواکو د خپلو ستونزو حل کېدو غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن