جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم په دغه ولايت کې د پوليو واکسين پر وړاندې وسله وال ګواښونه موجود دي چې له امله به يې بيا هم ۱۳۰۰۰ ماشومان له ياد واکسينه بې برخې پاتې شي.
په ننګرهار کې د پوليو واکسين تطبيق درې ورځنی کمپاين نن (د زمري لومړۍ نېټه) پيل شو چې پر مهال به يې د دغه ولايت تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پوليو ضد واکسين شي.
د پوليو کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر ميرويس شاهين وويل چې د پوليو واکسین په پيل شوي درې ورځني کمپاين کې به د ټول ختيځ زون یو میلیون او پنځوس زره ماشومان واکسين شي چې له ډلې يې شاوخوا اووه سوه رزه يوازې د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دي.
هغه وايي چې لا هم په دغه ولايت کې د پوليو پر وړاندې وسله والې ننګونې موجودې دي چې له امله به يې د دغه ولايت ۱۳زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې شي.
ډاکتر ميرويس زياته کړه: ((تقريباً ديارلس زره د پنځو کالو کم عمره ماشومان پاتې کېږي چې هغه نا امنې ساحې دي، لکه پچيراګام او شينوارو ساحو کې پاتې کېږي.))
خو د عامې روغتيا دغه مسوول ډاډ ورکړ چې د سرې مياشتې له رضاکارانو سره يې په دې اړه کار پيل کړی او په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه هم حل شي.
بلخوا د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د جوماتونو مدير مولوي ګل نبي وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دی او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.
هغه زياته کړه، ، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې غوښتنه شوى دي ، چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي، چې خپل اولادونه واکسين کړي.
د یادولو ده، روان کال تر دې مهاله تر اوسه په ختيځ زون کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن