دويم تعقيب- ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې طالبان او پاکستاني پوځيان يو ځاى د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او غواړي چې دغه ولسوالۍ سقوط کړي.
نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او ځينو امنيتي سرچينو پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو یاده ولسوالۍ نيولې ده.
خو په مرکز ګردېز کې د ٣٠٣ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد خبريالانو ته وويل چې ګډ امنيتي ځواکونه لا هم مقاومت کوي او مرستندوی او تازه دمي ځواکونه جاني خېلو ته رسېدلي دي.
شېرزاد وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط لپاره پاکستاني پوځيان هم له طالبانو سره يو ځاى شوي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جکړه کوي.
د هغه په وينا، دغه جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مهمې لارې انځرګي او کنډو لارې وتړلې.
ده وويل: ((د کوټې، ميرانشا او پېښور شوراګانو پرېکړه کړې چې د پکـتيا جاني خېل او د خوست موسی خېل ولسوالۍ ونيسي او دلته خپل مرکزونه جوړ کړي، خو دا ارمان به د تېر په څېر ګور ته يوسي. په جګړه کې پنجابيان هم ګډون لري، خو امنيتي ځواکونو کلک مقاومت کوي او حالت به زموږ په ګټه تمام شي.))
د سپين غر امنيتي زون قوماندان وويل چې په جګړه کې يې وسله والو ته درنه مرګ، ژوبله اړولې او د امنيتي ځواکونو ١٢ تنه هم ټپيان شوي دي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ولسوالۍ د سقوط موضوع رد کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې جګړه کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مقابل لوري درانه تلفات ليدلي دي.
په ياده ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو طالبانو نيولې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن