ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاني خېلو په جګړه لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 Jul 2017 - 11:43
26 Jul 2017 - 11:43

ګردېز (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او په همدغه شمېر نور ټپيان دي.

تېره ورځ امنيتي سرچينو، د سيمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

خو د کورنيو چارو وزارت او د پکتيا امنيتي چارواکو د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه رد کړه.

دوى ويل چې سيمې ته يې تازه دمي ځواکونه استولي او له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جاني خېلو په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

تبسم وايي چې په ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونو د وسله والو په ځپلو او پر شا تمبولو کې پرمختګ کړی دی.

هغه په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

هڅه مو وکړه چې د جاني خېلو د جګړې په اړه د سيمې د اوسېدونکو نظر هم واخلو خو هلته يوه مخابراتي شبکه هم فعاليت نه کوي.

بل لور ته وسله وال طالبان بيا وايي چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې طالبانو ١٩ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او څو تنه پوليس يې ژوندي نيولي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې تر اوسه درې طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د يادونې ده، تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني اړوند ارګانونو ته امر وکړ چې د پکتيا جاني خېل او د غور ولايت تيوره ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version